د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۵ ثور ۱۴۰۳ - 24 April 2024

د خاتم النبین(ص) په علمیه حوزه کې د قدر شپه

د خاتم النبیین علمیه حوزی په جامع جومات کې د زرگونو کابل ښاریانو لخوا د قدر له دریمې شپې نمانځنه وشوه.
ددې حوزې بنسټ ایښودونکی او د هیواد لوی او پیژندل شوی دینی عالم (حضرت آیت الله العظمی محسنی) د مسلمانانو لپاره د قدر شپه یوه ځانگړې شپه وښوده وویل: د قدر په شپه کې لمونځ، دوعا او د رب العزت دربار ته زارۍ، دومره مهمې دی، چې کولای شی د انسان د دونیا او آخرت خوښی او بریاوی تضمین کړی.
د قدر دریمه شپه تیره شپه د کابل ښار خاتم النبیین علمیه حوزې په جامع جومات کې د الله ج د زرګونو بنده ګانو لخوا ونمانځل شوه او د هیواد پلازمینه په دې شپه د عبادتونو په ستوریو روښانه شوې وه !
د هیواد لوی او پیژندل شوی دینی عالم او د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا ریس (حضرت آیت الله العظمی محسنی) دالله ج ددې مبارکې شپې پر مهال وویل: د لوی څښتن تعالی په دربار کې دوعا او توبه، په دې ځانګړې شپه کې د الله (ج) لخوا راکړل شوې او ځانګړی فورصت دی. دوی وفرمایل: په دې مبارکه میاشت کې د الله(ج) کتاب (قران کریم) را نازل شوی او تر سهاره د توبه کونکیو لپآره د رحمت ورونه (دروازې) پرانستل شوې دی.
دوی د قدر شپې فلسفې او په دې شپه کې د انسانانو د برخلیک ټاکلو ته په نغوتې سره وویل: په داسې شپه کې، د انسانانو برخلیک د کائیناتو سرور د روح او دالله (ج) نږدی ملائیکې ته په ډاګه کیږی، خو الله (ج) ته د هر انسان برخلیک له لومړۍ ورځې روښانه دی او الله (ج) د ټولو چارو په هکله بشپړ مالومات لری.
د هیواد لوی دینی عالم زیاته کړه: په دې شپو کې د لوی خښتن تعالی دربار ته دوعا او توبه، د انسان روح اوصیقل داسې چمتو کوی، چې تر یوه کاله دده ایمان له نورو ناخوالو او زیانونو څخه ژغوری
د هیواد اکاډمسین، د لوی څښتن تعالی دربارته د دوعا او توبې، په ځانګړې توګه د قدر په لویو او مبارکو شپو کې نغوته وکړه وویل: خدای (ج) دوعا او توبه، کولای شی زمونږ برخلیک او افعالوته بدلون ورکړی.
حضرت آیت الله العظمی محسنی، په پای کې د دوعا پر مهال له لوی څښتن تعالی څخه وغوښتل ترڅو د نړۍ ټولو مسلمانانو او د افغانستان ولس ته سرلوړی او عزت وروبښی.
دوی له لوی څښتن تعالی څخه وغوښتل څو د قدر شپو د لمونځونو په ثواب کې، د لمونځ کونکو د ایمان سلامتیا د قیامت تر ورځې تضمین کړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by