د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
پنج شنبه، ۳۰ حمل ۱۴۰۳ - 18 April 2024

د سوریې په هکله د جینو دوهمه غنډه

د لبنان حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله له څرګندونو او د سوریې په جګړه کې د بریا له ژمنې وروسته ددې هیواد په ځینو برخو د توغندیو بریدونه شوې دی. د لبنان په شمالی   طرابلس په ښار کې څینې نښتې رامنځ ته شوې دی چې تر اوسه په تیته توګه دوام لری. ددې هیواد په پلازمینه بیروت کې هم چاودنې رامنځ ته شوې اوتوغندی پرې توغول شوی دی، چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شول.

په دې وروستیو کې لبنانی رسنیو په دې هیواد کې د نارامیو په هکله په څیړنو او شننو پیل کړی دی او د سیمې یو شمیر هیوادونه یې په دې نارامیو کې په لاس لرلو تورن کړی دی. د دې هیواد الاخبار ورځپاڼې د لبنان په نارامیو کې پر قطر او ترکیې د لاس لرلو تور لګولی ویلی یې دی، چې په نږدې راتلونکې کې به ددې هیوادونو لخوا د لبنان د نارامولو پلان پلی شی.

بله خوا د جینو دوهمی غونډې   لپآره هڅو شتون درلود په سوریه کې ښکیلو هیوادونو ددې ناستې تر سره کولو ته لاره هواره کړې ده. د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کری، په دې وروستیو کې ډیره هڅه وکړه څو د روسې په ګډون د ډیریو هیوادونو پام خپل لورې ته راوګرځوی، خو د سوریې بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم له څرګندونو وروسته چې ویلې یې وو د سوریې په هکله د جینیو په دوهمه ناسته کې ګدون کوی د دولت وسله والو مخالفینو لخوا په دې غونډه کې د ګډون او یا نه ګدون اعلان ته د ډیریو هیوادونو پام راوګرځید له دې سره چې د مخالفینو ایتلاف اعلان وکړ، چې په دې غونډه کې به ګډون کوی خو وروستیو څرګندونو وښوده چې، چې ددې ایتلاف د مشرانو ترمنځ په غوڼده کې د ګډون او یا نه ګډون په هکله ژور اختلافات شتون لری سربیره له دې چې د النصره او فاروق ګوندونو په ځیر ډلې د سوریې له دولت سره هر ډول خبرو او روغې جوړې سره مخالفت کوی او د سوریې له دولت سره د جګړې اور ته لمن وهی.

د وروستیو ورځو بدلونونو د مخالفینو ترمنځ اختلافات ډیر کړی دی. سوریې ته د جان مکین څو ساعته سفر   د دولت له وسله والو مخالفینو سره دلیدنې پر مهال ده وویل: امریکا تر اوسه په دې هکله چې د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو سره د وسلو مرسته وکړی او که نه کومه پریکړه نده کړې. په دې چې د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو سره باید د وسلو مرسته وشی د فرانسې او بریتانیې ټنیګار د سوریې دولت له هغې پریکړې سره په ټکر کې دی چې غواړی ددې هیواد په هکله د جینو په دوهمه ناسته کې ګډون وکړی

فرانسه او بریتانیا د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو سره د وسلې پر مرستو ټینګار کوی وایې باید له دوی سره د وسلو مرستې پیل شی څو د بشارااسد حکومت کمزوری کړی.

هغه څه  چې د سورې د روانو حالاتو په هکله ویلای شو، دادی چې، د سوریې په هکله د جینیو دوهمې ناستې د ترسره کیدو سره شونې نه ښکاری چې په دې هیواد کې د روانو ستونزو د هواری لپاره د حل یوه لاره رامنځ ته شی او اصلی لاملونه یې هم د لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه د امریکا دوه مخې څرګندونې دی. په دې هکله یوې بلې نښټې هم نغوته کولای شو هغه د سیمې هیوادونه هغه لوی پلانونه دی چې د سوریې په ګډون په لبنان او عراق کې د ګډ وډیو په موخه تر لاس لاندې نیول شوی دی. په عراق کې خونړۍ چاودنې په لبنان د توغندیو توغول دا ټولې پیښې د سوریې له حالاتو سره تړلې دی او ددې کړنو ترشا پټ لاسونه ځانګړو موخو ته د رسیدو لپآره کار کوی.

اوس ټول د القصیرجګړې   نتیجې ته سترګې په لاره دی. په دې ښآر کې نښتې له دوو اونیو راهیسې پیل شوې او دواړه غاړی ددې ښار واک د تر لاسه کولو هڅې کوی. دا نښتې د سوریې پوځ له پرمختګ سره مل دی او ددې ښار د مرکز واک د نښتو په لومړۍ ورځ د دولت لاس ته ورغلی دی. اوس دا نښته ددې ښآر په څندو کې د دولتی ځواکونو او ددوی د وسله والو مخالفینو ترمنځ روانه ده  او ددې ښار واک د جینو دوهمې ناستې لپاره   دواړو خواوو اړین دی


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by