د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۱ ثور ۱۴۰۳ - 20 April 2024

د لوګر د خوشی ولسوالۍ لسګونو ښوونکو درسی اعتصاب کړى

د لوګر د خوشی ولسوالۍ لسګونو ښوونکو درسی اعتصاب کړى

د لوګر د خوشی ولسوالۍ ١٩٩ ښوونکو له تېرو درېیو ورځو راهیسې درسی اعتصاب کړى او له امله یې ښوونځی تړل شوی دی. د خوشی د پوهنې مدیر عبدالقیوم وویل، ښوونکو ځکه پر اعتصاب لاس پورې کړى، چې د تېر کال د لیندۍ میاشتی معاشونه نه دی ورکړل شوی. هغه وایی، په دې اړه یې له ولسوالۍ او د پوهنې ریاست له چارواکو سره ستونزه شریکه کړې، خو چا یې شکایت نه دى اورېدلى. د دې ولسوالۍ یو ښوونکى شامحمود هم وایی، چې د یوې میاشتې معاش یې ځنډېدلى او د نه ورکړې لامل یې هم نه دى څرګند. هغه وایی، دوى به تر هغه ښونځیو ته ولاړ نه شی، څو یې د تېر کال د لیندۍ میاشتی معاشونه ورکړل شوی نه وی. د خوشی ولسوالۍ ټول ٢١ ښوونځی لری، چې د نجونو او هلکانو په ګډون په کې ٧٠٠٠ زده کوونکی په کې پر زده کړو بوخت دی. د لوګر د پوهنې رییس انجنیر محمداکبر ستانکزى د خوشی ولسوالۍ د ښوونکو شکایت پر ځاى بولی او زیاتوی چې د ښوونکو حق به ورکوی. هغه وایی، تېر مالی کال نهه میاشتی و، چې د معاشونو تر ورکړې مخکې نوى مالی کال پیل شو، نو ځکه د تېر کال معاشونه وځنډېدل.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by