د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
پنج شنبه، ۶ ثور ۱۴۰۳ - 25 April 2024

د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه

تېره اونۍ د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معین په خپلو څرګندونو کې د دغه معینیت لاسته راوړونه څخه او په هېواد کې د مخدره توکو له پراخ تولید او قاچاق څخه یا دونه وکړه.

ده د مخدره توکو د کرکېلې او قاچاق او لدغې ښکارندې سره د مبارزې ناکامۍ اصلی لامل د مخدره توکو له کرکېلی او قاچاق څخه د افغان دولت لوړپوړ چارواکو ملاتړ وباله او ویې وویل، چې د ولسی جرګې یو شمېر غړی او یو شمېر لوړپوړی دولتی چارواکی پدې برخه کې لاس لری.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې معین زیاته کړه، چې د مخدره توکو قاچاق پر وړاندې مبارزې په برخه کې له سترو قاچاق وړونکو او بانډونو سره مخ دی، چې په ډېری برخو کې د ولسی جرګې د یو شمېر غړو او یو شمېر لوړپوړو دولتی چارواکو له لوری یې ملاتړ کېږی.

ده په دوام رپوټ ورکړ، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې کابو ۱۰ زره هکټاره ځمکه د مخدره توګه له کرکېلې څخه پاکه شوې ده. په همدې حال کط د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرایمو پر وړاندې د مبارزې ادارې وړاندوینه کړې، چې په روان کال کې د افغانستان د مخدره توکو تولید زیات شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معین څرګندونې بیا هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پراخ او مافیایی فساد ښکارندویی کوی، چې د مخدره توکو کرکیله او قاچاق یې هم یوه برخه ده. سربېر پر دې، چې په کورنۍ او نړۍواله کچه په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر پلانونه پلی شوی دی؛ خو په وروستیو کلونو کې نه یوازې، چې د مخدره توکو تولید او کرکېله له منځه نه ده تللې؛ بلکې زیاته شوې هم ده.

لګه څنګه، چې ښاغلی احمدی ویلی له نړۍوالې مافیا سره د مخدره توکو ځواکمنه او ستره مافیا په افغانستان کې د دغې ښکارندې له تولید او قاچاق څخه ملاتړ کوی او همدا کړنه د دې لامل شوې، څو پر وړاندې یې مبارزه مثبته پایله و نه لری.

د ښاغلی احمدی دغه څرګندونې د مالیې وزیر ښاغلی زاخېلوال وېرې ماتوونکو څرګندونو څخه وروسته تر سره کېږی، چې په ولسی جرګه کې یې د یو شمېر مفسدو وکیلانو نومونه په ډاګه کړل.

اوس هم مخدره توکی د هېواد له جدی ننګونو څخه شمېرل کېږی او تل له افغانستان سره د مرستې یو شرط له مخدره توکو سره مبارزه ده. خو دا، چې ولې له جدی مبارزې او سترو پلانونو سره سره د دغې ښکارندې تولید او قاچاق کم شوی ندی ځواب یې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې معین په څرګندونو کې پروت دی، چې د ولسی جرګې یو شمېر غړی او یو شمېر لوړپوړی دولتی چارواکی د مخدره توکو په کرکېلی او قاچاق کې لاس لری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by