د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
پنج شنبه، ۳۰ حمل ۱۴۰۳ - 18 April 2024

پرکندهار هم د پآکستان د توغندیو بریدونه پیل شول

دا ځل کندهار د پآکستان د توغندیو د بریدونو قربانی شو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې؛ پرون د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د “لوی بند” له سیمې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر پرتو سرحدی ځواکونو د توپ او هاوان حملې شوې دی.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زی پرون ازادی راډیو ته په ټلفونی مرکه کې وویل چې؛ په پرونیو حملو کې د سرحدی ځواکونو یو پولیس وژل شوی او دوه نور زخمیان شوی دی:

“د افغانستان حکومت دا برید په شدیدو الفاظو غندی او موږ به دا موضوع په ډیر جدیت د پاکستان له دولتی چارواکو سره مطرح کوو؛ تر څو د دې دلایل معلوم شی. موږ لکه څرنګه چې مخکې هم ویلی دی؛ د داسې حملو ژر تر ژره دریدل غواړو.

موږ دا موضوع له همدې ساعت څخه له پاکستانیانو سره څیړو؛ ځکه دا د افغانستان حکومت لپاره ډیره مهمه ده؛ ډیره جدی ده او د نه منلو خبره ده.”

موسی زی وویل، چې په کابل کې د پاکستان له سفارت او نورو سرچینو سره به دا مساله په جدی ډول مطرح کړی.

تر دې مخکې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ او ننګرهار کې پر سرحدی ولسوالیو د پاکستان له خاورې د راکټی حملو رپوټونه ورکړ شوی دی.

د بهرنیوچارو د وزارت ویاند وویل چې؛ افغان لوری د حملو په ځواب کې د حملې پلان نه لری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by