د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۳۱ حمل ۱۴۰۳ - 19 April 2024

په افغانستان کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه د ډانفورډ خبرداری

په افغانستان کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه د ډانفورډ خبرداری

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ خبرداری ورکړی چې؛ له دې هیواد سره د نړیوالو مرستو کمېدل به په تیرو دولسو کلونو کې شوی پرمختګونه له لاسه وباسی.

جنرال ډانفورډ پرون (جمعه) وویل چې؛ د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته له دې هیواد سره د نړیوالو د لا زیاتو مرستو اړتیا ده.

سره له دې چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پوځی ماموریت له پای ته رسېدو وروسته له دې هېواد سره د ملیاردونو ډالرو بشری مرستې ژمنه شوې؛ یو شمېر خلک اندیښنه لری، چې ښایی دا هېواد یو وار بیا د نړیوالو له پامه ووزی.

دې اندیښنو ته په اشاره، د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ ویلی چې؛ د افغانستان پر ملی اردو او پولیسو لا زیاتې پانګونې ته اړتیا ده، تر څو په پرمختللی امنیتی ځواک بدل شی او د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته د شویو پرمختګونو دفاع وکړی.

د فرانسې خبری اژآنس د جنرال ډانفورډ په حواله وایی:

“هغه پرمختګونه چې موږ په دې هېواد کې کړی؛ د نړیوالو له تعهد پرته ادامه نه شی پیدا کولای.”

جنرال ډانفورډ زیاته کړې  چې په افغانستان کې د شویو پرمختګونو د ساتلو لپاره د نړیوالو سیاسی حضور ته اړتیا ده څو اقتصاد او امنیت ښه شی.

د ناټو د ځواکونو دې قوماندان ویلی چې؛ په افغانستان کې د پرمختګونو د دوام لپاره باید د دې هیواد د ملی پوځ د عصری کېدو اساسی بنسټونه ټینګ شی. دا هغه کار دی چې، د ناټو د دې قوماندان په وینا، تر اوسه په سم ډول نه دی ترسره شوی.

خو د ولسمشر کرزی ویاند ایمل فیضی وایی، د جنرال ډانفورډ دا څرګندونې د نړیوالو له ژمنو سره په ټکر دی.

ښاغلی فیضی پرون (جمعه) ازادی راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې؛ په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د کلک ملاتړ ډاډ ورکړ شوی دی:

“په دې کې باید سوال نه وی چې، که چیرې تر ۲۰۱۴ (میلادی) کال وروسته نړیواله ټولنه له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورنه کړی؛ نو تر لاسه شوی پرمختګونه به له خطر سره مخامخ شی.

په افغانستان کې د ناټو د قوماندان د دې خبرو او د افغانستان په وړاندې د امریکا د متحدو ایالاتو او نړیوالې ټولنې د مخکنی دریځ تر منځ تضاد وینو.”


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by