د ننګرهار په جلال اباد ښار کې یو عیسوى، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د مزدورۍ لپاره راغلى و، د اسلام پر دین مشرف شو.
د نوموړی پخوانى نوم اکاش و او اوس پرې د محمدعثمان نوم اېښودل شوى دى.
نوموړی د غبرګولی په ١١مه د یو شمېر دینی عالمانو په شتون کې د جلال اباد په سپین جومات کې د کلیمه طیبه په ویلو سره اسلام قبول کړ.
اکاش وایی، چې د پاکستان له فیصل اباد ښار څخه د مزدورۍ لپاره راغلى و، خو چې دلته یې د مسلمانانو اخلاق او د دوى ناسته ولاړه ولیدله، نو له اسلام سره یې مینه پیدا شوه.
هغه زیاتوی: ((زه چې له چا سره وم، هغه راته وخت پر وخت د اسلام تبلیغ کاوه او ما ته یې هم خوند راکاوه، نو اخر مسلمان شوم.))
د نوموړی په ینا، اسلام د سولې او امن دین دى، نو ځکه یې اسلام قبول کړ. د ده په خبره، چې د اسلام له قبلولو وروسته یې زړه ته سکون پیدا شوى او ډېر د خوښۍ احساس کوی.
محمد عثمان مېرمن او دوه ماشومان هم لری.
نوموړی زیاته کړه، کله چې خپل کلی ته ولاړ شی نو خپل نور خپلوان او د کورنۍ غړی به هم د اسلام دین ته راوبولی.
د سپین جومات ملا امام قاری مرزا پژواک اژانس ته وویل، یاد کس په ننګرهار کې مزدوری کوله، په همدې ترڅ کې د ځینو کسانو له خوا ورته د اسلام تبلیغ کېده، چې بالاخره نن یې د کلیمې په ویلو سره د اسلام دین ومانه.
نوموړى وایی، چې له دې وړاندې هم په دغه جومات کې څلور تنه نور د اسلام په مبارک دین مشرف شوی وو.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.