د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۵ ثور ۱۴۰۳ - 24 April 2024

په عراق کې نارامۍ

په عراق کې د نارامیو په لړ کې چې له یوې میاشتې راهیسې په دې هیواد کې دوام لری، په دې وروستیو کې چاودنو او ځانمرګو بریدونو ته زور روکړل شوی دی. بغداد، بصره، سامره، حله، بعقوبه او مدائن هغه ښارونه دی، چې تیرې اونۍ د دوشنبه په ورځ پکې شل کسان ووژل شول او نوی تنه نور ټپیان شول

په عراق کې نښتو او شخړو ته داسې مهال زور ورکړل شوی چې په ډې هیواد کې د تیرو پنځو کلونو شخړو او نښتو ساری نه درلود او د ملګرو ملتونو د استازیتوب دفتر په وینا: په ډې هیواد کې یواځې د اپریل په میاشت کې اوه سوه کسان وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دې هیواد لومړی وزیر نوری مالکی، څه موده وړاندې په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړ او د تیرو کلونو په پرتله یې په ډې هیواد کې د پرګنه ایزو نښتو او ښخړو په ډیرښت په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

اوس په مهال په عراق کې نښتې او شخړې د ډیریدو په حال کې دی او دا ویره شتون لری، چې د هغه لاسوهنې له امله چې اوس په دې هیواد کې فعالیت لری امینتی حالات له دې هم بدتره کړی.

د عراق په هکله کار پوهان په دې آند دی، چې په دې هیواد کې د نارامیو په ځانګړې توګه د پر

ګنه ایزو نښتو په ډیرښت کې القاعده او د بعث ګوند مهم رول لوبوی. په همدی حال کې ویل کیږی، چې ددې ناامنیو دروند لګښت په خلیج فارس کې دیو شمیر هیوادونو په غاړه دی، د هغه هیوادونو چې دسورې په مسائیلو کې هم یو ډول ښکیل دی.

پر هغه څه چې له هر څه ډیر پرې ټینګار کیږی، د عراق امینتی پر قضیو ډیره اغیزه ښیندلی شی. په کورنی اړخ کې، القاعده او بعث ګوند په شخړو او ترهګریزو بریدونو رامنځ ته کونکی دی. او د سیمه ایز اړخ له مخې د سورېې حالاتو هم په عراق باندې بده اغیزه کړې ده. او د سوریېې په ختیځ او د عراق په لویدیځ کې ددې ډلو شتون له ګواښه ډک دی. همدرانګه د بدلونونو اړخ ښیې چې په عراق کې ښکیلې خواوې په خانګړو موخو پسې دی او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره هر ډول اختلافات او شخړې رامنځ ته کوی.

په ډې حال کې د سوریې له وسله والو مخالفینو د ترکیې او خلیج فارس یو شمیر هیوادونو ملاتړ عملآ د عراق په امینتی حالاتو بده اغیزه ښیندلې ده چې دې ملاتړ څخه په سوریه کې القاعدې ګټه پورته کړې او پورته کوی یې.

له بلې خوا د عراق په مسائیلو کې د امریکایی چارواکو پټه خوله، ددې ښکارندویی کوی چې امریکا هم یو ډول په ډې ناخوالو کې لاس لری، ځکه چې په لومړی پړاو کې، امریکا د سوریېې د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوی او څرنګه چې وویل شول، ددې دوو هیوادونو پیښې له یوبل سره ډیر ورته والی لری. په دوهم پړاو کې داسې ښکاری، چې لویدیځوال نه غواړی په سیم کې د نښتو ترمنځ واټن له منځه یوسی. په همدی توګه لویدیځې رسنۍ په عراق کې پرګنه ایزې نښتې لویې ښیی او دا نښتې پرګنه ایی او مذهبی بولی.

د عراق په هکله د لودیځو رسنیو چوپتیا، د اسرائیلو د امینت د ټینګښت په هکله ده او د لودیځ هیوادنه د نورو هیوادونو په ګډ وډیو کې د اسرائیلو امنیت وینی او د اسرائیلو د امینت د ټینګښت هڅې کوی او غواړی د پردې تر شا په هر هغه کړنه لاس پورې کړی کوم چې د اسرائیلو په ګټه وی.

د عراق دولت مشارکتی دولت دی چې ټولې ډلې پکې ونډه لری، خو په دې سره، له عراقه بهر په ډې هیواد کې د شخړو د رامنځ ته کیدو په موخه، ځینې بهرنی لاسونه شتون لری او دا ددې لامل شوی څو په عراق کې شخړې او تاوتریخوالی زور واخلی، چې له امله یې ددې هیواد امنیت له ګډ وډیو سره مخ شوی دی.

اوس عراق له هغه ستونزې سره مخ شوی چې یواځې د عراقیانو په هوښیاری سره هواریدلی شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by