د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۵ ثور ۱۴۰۳ - 24 April 2024

په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستل یوه پیچلې مساله ده

په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستل یوه پیچلې مساله ده

افغان حکومت وایی؛ په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستل یوه پیچلې مساله ده او دا پروسه ښایی نور وخت هم ونیسی.

د جمهوری ریاست ویاند په خبرو کې وویل؛ قطر ژمنه کړې ده؛ چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به لازمه همکاری کوی.

ایمل فیضی وویل؛ چې ولسمشر کرزی او ورسره پلاوی یوازې له قطری مقاماتو سره غونډه کړې او په دوحه کې یې له میشتو طالب مشرانو سره نه دې کتلی.

د افغانستان د جمهوری ریاست ویاند ایمل فیضی وایی؛ ولسمشر کرزی او د قطر امیر د دوشنبې په ورځ په دوحه کې وکتل او د افغانستان د سولې د پروسې په مختلفو اړخونو یې خبرې وکړې.

ښاغلی فیضی ازادۍ راډیو ته وویل؛ قطر ژمنه وکړه، چې د سولې په پروسه کې به له افغان حکومت سره لازمه او هر اړخیزه همکاری وکړی.

په دې اړه، چې ایا د ولسمشر کرزی او د قطری مشرانو ترمنځ په خبرو کې په دوحه د طالبانو لپاره د دفتر موضوع هم یاده شوه او ایا د دې دفتر د پرانېستل کیدو په مساله کوم پرمختګ شوی او که څنګه؟

افغان حکومت وایی، قطر ته د ولسمشر کرزی د سفر هدف په دوحه کې د امریکا او اسلامی نړۍ په کانفرانس کې ګډون او د دې هېواد له مشرانو سره په افغانستان کې د روانو حالاتو او د سولې په پروسه کې سلا مشورې کول وو.

د نوموړی په وینا د افغانستان جمهور رئیس او ورسره پلاوی یې په قطر کې د طالبانو له میشتو غړو او استازو سره کوم ډول تماس نه دی نیولی.

که څه هم چې قطر پخوا هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او ولسمشر کرزی دوه ځله دې هېواد سفر هم کړې خو تر دې دمه نه په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستل کیدو درک لګیږی او نه هم د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ کوم پرمختګ په ډاګه شوی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by