د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۱ ثور ۱۴۰۳ - 20 April 2024

په هیواد کې وروستۍ ناامنی

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفینو له لوری په دې وروستیو  کې چاودنې، نښتې او بم ایښودنې وشوې. ځانمرګی بریدونه، چې د کابل، کندهار، بغلان او غزنی په ولایتونو کې تر سره شوی د لسګونو تنو د وژل کېدو او ټپی کېدو لامل شوې، چې د تل په څېر د دغو بریدونو اصلی قربانیان ملکی وګړی وو. د پلخمری ښار په ځانمرګی بریدو کې، چې د بغلان ولایتی شورا مخې ته تر سره شو ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د یاد ولایت د ولایتی شورا مشر محمد رسول محسنی هم د وژل شویو کسانو  په ډله کې و. ولسمشر حامد کرزی، چې د دغه برید د تر سره کېدو پر مهال هند ته په سفر و دغه برید یې په شدت سره وغانده او ویې ویل، چې د افغانستان د خلکو دښمنان نشی کولای د داشان بریدونو په تر سره کولو د خلکو له پرمختګ څخه مخنیوی وکړی. د کورنیو چارو وزارت هم دغه بریدو ترهګریز او بزدلانه برید وباله او د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره وویل، چې طالبان او سیمه ییز ملاتړی یې غواړی سیاسی مشران له منځه یوسی.

لدغه ځانمرګی برید څخه وړاندې د کابل په شاه شهید سیمه کې د ځانمرګی برید په ترڅ کې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

همدا راز په کندهار ولایت کې د چاودنو له امله کابو ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندهار ولایت چارواکو وویل، چې پدغه ښار کې چاودنې د کوېټې شورا په نامه د وسله والو طالبانو د رهبرۍ شورا له لورې طرحه شوط وې.

د دوبی په را رسېدو او د وسله والو طالبانو پخوانی اعلان پر بنسټ په تېرو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نښتو او بریدونو شاهدان یو او دا شان بریدونه له انتظاره لرې ن دی. ظاهرا اوس مهال وسله والو ډلو پخپلو ټول توان سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې بریدونه پیل کړی دی. لکه څنګه، چې د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وویل، چې د دوی د اطلاعاتو له مخې په پاکستان ډېری مدرسې رخصت شوی دی، څو طالبان وکولای شی په افغانستان کې جګړه وکړی.

عظیمی په دوام وویل، چې افغان امنیتی ځواکونه تر هغه بریده ځواکمن شوی دی، چې د دغو ګواښونو کنټرول او مقابلې توان لری او دغه ګواښونه نشی کولای د افغانستان حالات بدل کړی.

په هر صورت هغه څه، چې د دغو بریدونو له ټولګې څخه تر لاسه کېږی دا دی، چې د داشان خوځښتونو ډېری برخه ځانمرګی او چاودنې دی او لګه برخه یې له افغان ځواکونو سره د وسله والو مخالفینو مخامخ جګړه ده، چې په مخامخ جګړه کې هم وسله وال طالبان بریالی ندی او ډېر ژر د افغان امنیتی ځواکونو له لوری له منځه ځی.

په داشان حالتو کې د هېواد بېلابېلو برخو په ځانګړی توګه هغو برخو کنټرول په موخه، چې کولای شی د وسله والو مخالفینو د ټولیدو ځای و اوسی د امنیتی ځواکونو مشری سمه مشری اړینه ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by