د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۶ سرطان ۱۴۰۳ - 26 June 2024

د امریکا کانګریس د افغان جګړې ختمولو غوښتنه وکړه

د امریکا کانګریس د افغان جګړې ختمولو غوښتنه وکړه

د امریکا کانګرېس په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره رایه ورکړه او یو قرارداد یې تصویب کړ، چې تر ٢٠١۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو امریکایی سرتېرو په اړه به رایه اچونه کوی.

دغه قرارداد د امریکا د ولسی جرګې د غړی جېم مېک ګوورن له خوا وړاندې شو، چې ٣٠۵ وکیلانو یې په پلوۍ او ١٢١ یې په مخالفت کې رایه ورکړه.

جیم مېک د دغه قرارداد تر وړاندې کولو مخکې وویل، چې نور باید د افغانستان جګړه پاى ته ورسېـږی او امریکایی سرتېری خپل هېواد ته ستانه شی.

نوموړی د امریکا د کانګرېس یا ولسی جرګې له ډیموکراتانو او جمهوری غوښتنو وکیلانو مننه وکړه، چې د دغه قرارداد په ملاتړ کې یې رایه ورکړه.

دغه وکیل له حکومت څخه وغوښتل، چې له افغانستان څخه د امریکایی سرتېرو د ایستلو لپاره له مسوولیت ډک مهالوېش وټاکی.

د هغه په وینا، وکیلان باید په افغانستان کې د ٢٠١۴ کال تر وروستو د پاتې کېدونکو امریکایی سرتېرو په اړه هم رایه ورکړی.

بلخوا د امریکا مشرانو جرګې د دغه هېواد هغه کلنۍ بودیجه تاییدکړه، چې په کې د افغانستان امنیتی ځواکونو لپاره ٧،٧ میلیارده ډالر ځانګړی شوی دی.

امریکایی سرچینې وایی، چې په دې بودیجه کې لوجستیکی مرستې، هوایی ځواک، استخباراتی برخه او نور مهم شیان شامل دی، چې افغان ځواکونه ورته تر ٢٠١۴ کال وروسته اړتیا لری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by