د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۷ ثور ۱۴۰۳ - 26 April 2024

په خوست کې بمی چاودنې ٨ ملکی وګړی ووژل

نن له غرمې وروسته ٢ بجې په د خوست د لکڼو د چولانو د سیمې په یوه هدیره کې په صرف ډوله موټر پسې بمی چاودنه شوې، چې له کبله یې اته تنه ملکی وګړی وژل شوی دی.

 په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړی ، یو تن د کلی ملا امام او یو تن بل ځایی اوسیدونکی هم شامل دی.

د پیښې په ځای کې د امنیه قوماندانۍ د چټک غبرګون قطعې قوماندان محمد سردار مشال راډیو ته وویل، چې پیښه د جنازې  له مراسمو وروسته هر کله چې خلک بیرته ستنیدل د ملکی خلکو په صرف ډوله موټر پسې ترسره شوه، چې پکې ناست اته واړه کسان ووژل شول او موټر هم له منځه تللی دی.

 د سیمې یوه اوسیدونکی محمد عمر مشال راډیو  ته وویل، هغه کس چې جنازه یې وړاندې خاورو ته وسپارل شوه، هغه دوه میاشتې مخکې  لا درکه وو، چې تیره ورځ یې د ډیورند کرښې ته نږدې جسد داسې موندل شوی وو.

  د یادې پیښې مسوولیت تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.

 بلخوا خوست والی عبدالجبار نعیمی د یوې مطبوعاتی اعلامیې له لارې یاده پیښه په سختو ټکو کې غندلې ده او دا کار یې د ولس او خاورې د دښمنانو کار بللی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by