د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱۸ ثور ۱۴۰۳ - 7 May 2024

شمالی کوریا خپله اټومې پلان پراخوی

شمالی کوریا ویلی: ددوی پر وړاندې د شته ننگونو سره د مبارزې په موخه د کیفیت او کمیت له ارخه، خپله اټومی وسله پیاوړې کوی.

دا پریکړه تیره ورځ د کیم جونگ اون په مشرۍ، د حاکم گوند د ناستې پر مهال شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کوریا په ټاپو کې ناندرۍ وروستۍ کچې ته رسیدلی او شمالی کوریا څو ځله سویلی کوریا په اټومی برید گواښلې ده.

د شمالی کوریا رسمی خبری آژآنس د ریپوټ له مخې، ددې هیواد دولت، د اقتصادی ودی او د اټومی وسلو د ډیرښت او پیاوړتیا لپاره ځینې برنامې تر لاسه لاندې نیولې دی.

د شمالی کوریا مشر، کیم جونګ اون، د حاکم ګوند د تیرې ورځې په ناسته کې، چې د اقتصادی او پوځې ودې په هکله برنامې وړاندې شوې او د پیاوړی کیدو پریکړه یې وشوه، د خپل هیواد اټومې وسلې یې د شمالی کوریا ژوند، ځواک او شتون وښودې وویل: ترڅو چې د ځکمې پر سراټومې ګواښ شتون ولری، پیونګ یانګ به له خپلې اټومی برنامې لاس وانخلی. ده زیاته کړه: د شمالی کوریا اټومې برنامه یوه لنډ مهالې برنامه نده او دا هیواد د خپلې اټومې برنامې د پیاوړی کیدو او فضا ته د سپوږمکۍ د استولو هڅې هم کوی.

 د شمالی کوریا مشر، د حاکم ګوند د تیرې ورځې په ناسته کې وویل: باید ددې هیواد د اټومې برنامې په هکله ځینې قوانین رامنځ ته شی. شمالی کوریا په داسې حال کې د خپلې اټومې برنامې د پیاوړی کولو پریکړه کړې، چې په دې وروستیو کې یې له خپل ګاوند سویلی کوریا سره اړیکې ترینګلې شوې دی او شمالی کوریا اعلان کړی، چې پر سویلی کوریا به برید وکړی.

د کوریا په ټاپو کې د سویلی کوریا او امریکا ګډې پوځې آزموینې د شمالی کوریا قهر راپارولی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by