ولسی جرگې د دوشنبه په ورځ له دریو میاشتینیو ناندریو وروسته، د یولسو وزیرانو استیضاح پیل کړه.
ولسی جرگې د هغه وزیرانو د استیضاح پریکړه کړی کوم، چی د تفتیش او کنټرول ادارې د اسنادو له مخی، د ۱۳۹۰ کال له پنخوس سلنې لږه پر مختیایی بودیجه یې لگولېده.
د ولسی جرگې د ننۍ پریکړې له مخې تاکل شوې، د اوو نورو وزیرانوله استیضاح وروسته، وزیرانوته د باور رایې ورکولو لپاره صندوقونه کیښودل شی.
د تفتیش او کنټرول ادارې لخوا د وړاندې شویو اسنادو له مخې، د ولسمشر حامد کرزی کابینې یولسو وزیرانو ونشو کولای، د ۱۳۹۰ کال پرمختیایی بودیجه له پنځوس سلنې ډیره ولګوی.
د ولسی جرګې غړیو، دا وزیران ناکاره بللی او درې میاشتې مخکې یې د استیضاح پریکړه وکړه، خو د حکومت او ولسی جرګې تر منځ د څلورو وزیرانو د استیضاح په هکله د ناندریو له امله، چې په دې وروستیو کې پر دندو ګمار شوې، دا طرحه یې تر ننه ځنډولې وه.
ویل کیږی اوس حکومت د نویو ټاکل شویو وزیرانو له استیضاح سره هوکړه کړې او ددې پریکړې له مخې، نن د اطلاعاتو او کلتور، سوداګرۍ او صنایع، اقتصاد او کانونو وزیران استیضاح شوی ؤ او د خلکو استازو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل:
په همدی توګه د کنټرول او تفتیش خپلواکې ادارې ریس محمد شریف شریفی وویل: دیو شیمر وزیرانو ځوابونه ده ته د منلو وړ دی، خو ددوی لخوا د وړاندې شویو اسنادو له ځیړلو پرته یې منلی نشی.
له بلې خوا، د کابینې اوه پاتې وزیران به د ولسی جرګې دوو غونډو ته راوبلل شی. د ولسی جرګې د ننۍ پریکړې له مخې، د استیضاح له دریو پړاونو وروسته به یادو وزیرانو ته د باور رایی ورکولو په موخه صندقونه کیښودل شی او دا برنامه به په یوه ورځ پای ته ورسیږی
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.