په ولسی جرگه کې یو شمیر استازی له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې د خبرو په موخه قطر هیواد ته د ولسمشر سفر بی گټې بولی وایی: ترڅو چې طالبانو خپلواکه او د پاکستان له مداخلې پرته د خبرو د پر مخ بیولو وړتیا نه وی تر لاسه کړې، دا ډول خبرې به گټورې پایلې ونه لری.
ولسمشر حامد کرزی د شنبه په ورځ د یوه رسمی سفر په لړ کې قطر هیواد ته ورسید. ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلی کرزی ددې سفر موخه، په دې هیواد کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړی کول ښودلې ده.
په ولسی جرګه کې د خلکو یو شمیر استازی د ولسمشر ددې سفر ګټورو پایلو ته د هیله مندی ترځنګ وایی: باید له وسله والو مخالفینو سره د دولت خبرې رڼې او هیواد اساسی قانون په کړۍ کې ترسره شی.
خو یو شمیر نور استازی قطر ته د ولسمشر سفر بی ګټې بولې وایی: ترڅو چې د پاکستان دولت د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ په خبرو کې له ریښتینولی کار وانخلی، دا ډول هځې به هیڅ ګټه ونلری.
ددوی په وینا، د طالبانو مشران له افغان دولت سره په خپلواکه توګه او د پاکستان له مداخلې پرته د خبرو پر مخ بیولو واک نلری.
ددې استازو په آندن، له پاکستان دولت سره د وسله والو طالبانو فکری نږدې والی ته په کتو سره، طالبان اجازه نلری څو په خپل واکه توګه او د پاکستان له مداخلې پرته د افغانی طالبانو له پتې، له افغان حکومت سره د پخلاینې په خبرو کې ونډه واخلی.
له بلې خوا، د پاکستان دولت هم هغه طالبان چې د پاکستان له غوښتنې پرته له افغان حکومت سره د پخلاینې خبرو هوډ ولری، د پردې له مخې لرې کوی او بل څوک یې پر ځای ټاکی.
همدارنګه داسې هیله مندی هم شتون لری، چې دا سفر به ګټورې پایلې ولری، دافغانستان، پآکستان او لندن د درې اړخیزې ناستې د پریکړې له مخې، تر شپږو میاشتو په افغانستان کې سوله رامنځ ته شی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.