د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۲۸ ثور ۱۴۰۳ - 17 May 2024

د قطر له سوداګرو سره د ولسمشر لیدنه

ولسمشر حامد کرزی د قطر سوداگر په افغانستان کی پانگونې ته راوبلل.

ښاغلی کرزی، په افغانستان کې د پانگونې او زیرمو شته فورصتونو ته په نغوتې سره وویل: اوس مهال په افغانستان کې پانگونې ته ښه زمینه رامنځ ته شوی ده.

ولسمشر حامد کرزی د شنبې په ورځ ناوخته په دوحه کې د قطر له پانګوالو سره د لیدنې پر مهال وویل: افغانستان اوس مهال د نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په حال کې دی، او دا د هیواد راتلونکې تضمین کولای شی. ښاغلی کرزی په هیواد کې شته فورصتونو او زیرمو ته په نغوتې سره، د قطر سوداګر اوپانګوال په هیواد کې پانګونې ته وهڅول وویل، باید د قطر سوداګراو پانګوال له دې فورصته ګټه پورته کړی.

ښاغلی کرزی په دې لیدنه کې زیاته کړه: اوس مهال په افغانستان کې د کانونو د راسپړلو، کور جوړنې، اوبو او برښنا، سیاحت او توریزم، بانکدارۍ، او نورو برخو کې پانګونې ته ښه زمینه رامنځ ته شوې ده. ده د هیواد د مسو په کان کې د  چین هیواد څلور نیمومیلیاردو ډالرو او د وسپنې په کان کې د هند یولس میلیاردو ډالرو پانګې ته په نغوتې سره د قطر له پانګوالو هم وغوښتل څو د افغانستان په بیلا بیلو برخوکې پآنګونه وکړی.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې د افغانستان په ناامنۍ کې به هیڅ پآنګوال زیان ونه ونی او د سولې په ټینګښت سره به پآنګوالو ته آسانتیاوې څو برابره کړی.  د لیدنې پر مهال د قطر پانګه والو او سوداګرو هم ژمنه وکړه، چې ډیر ژر به په افغانستان کې د پانګونې وضعیت د ځیړلو په موخه دې هیواد ته یو پلاوی واستوی.

ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزی د یکشنبه په ورځ ددې هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره، په دې هیواد کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستلواو د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په ګدون په ځینې مهمو مسایلو خبرې وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلی: په قطر کې د دوی لپاره د دفتر پرانستل په افغان دولت اړه نلری او دوی په خپله د قطر له چارواکو سره خبرې کوی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by