د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

د میدان وردګو او بامیانو ولایتونو ترمنځ د لویې لارې جوړول

د میدان ښار بامیانو لویې لار جوړولو او قیر اچونې چاری، چې له اوو کلونو څخه را پدیخوا پیل شوی تاکل شوی، تر ۲۰۱۴ کال پوری بشپرې شی. د دغې لویې لارې جوړولو لگښت شاوخوا ۱۰۰ ملیونه یورو دی. د ټول گټو وزارت چارواکی وایی، د دغی لویې لاړې د لومرۍ برخې کار پای ته رسیدلی او دویمه برخه یې تر کار لاندې ده. ویل شوی دی، چی د دغې طرحې په پلی کیدو سره به د یادو سیمو اوسیدونکو په اقتصادی وضعیت کی اساسی بدلون رامنځ ته شی.

د ټول گټو وزارت د ترانسپورتی بنسټونو او ودانیو مرستیال احمد شاه وحید ویلی: د ۵۴ کیلو مترو په اوږدوالی سره د دغه سړک د لومړۍ برخې کار له میدان ښار څخه پیل او د بامیان ولایت تر اونۍ کوتل پورې دوام لری. د دغه سړک کار، چې له یوه چینی شرکت سره یی تړون شوی او د ۳۴ ملیونو یورو په ارزښت په ۲۰۰۶ کال کې پیل او یو کال وراندې پای ته ورسید.

نوموړۍ د دغی سرک د دویمې برخې له کار څخه رضایت وښود او ویی ویل د دغه سرک د دویمې برخی کار د یوه ایرانی او افغان شرکت له لوری پرمخ بیول کیږی.

د وحید په وینا د سرک دویمه برخه، چې ۸۲ کیلو متره اوږدوالی لری له اونۍ کوتل څخه د حاجیگک تر کوتله دوام لری او له هغه ځایه د بامیانو له ښار سره نښلی. د دویمې برخی لگښت ۸۲ ملیونه یورو دی، چی د دواړو برخو لگښت د ایټالیا له لوری ورکول کیږی.

د ټول گټو وزارت ویلی پدغه پروژه کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالی یو تونل هم شتون لری، چی د سالنگ له تونل څخه وروسته د هیواد په کچه له تولو اوږد تونل دی. د سرک په اوږدو کې پول، پلچک، استنادی دیوالونه او گالری هم جوړیږی.

د ټول گټو وزارت مرستیال وویل: د میدان ښار بامیان لویی لاری جوړول د مرکزی او نورو ولایتونو د اوسیدونکو په اقتصادی وضعیت کې اغیزمن دی او کولای شی د خلکو په زانگړې توگه د بامیان ولایت اوسیدونکی اقتصادی وضعیت ښه کړی.

د بامیان ولایت چارواکو هم د دغه سړک جوړونې څخه په هرکلی سره د خلکو اقتصادی وضعیت په ښوالی او د تگ راتگ په برخه کی د آسانتیاوو په رامنځ ته کولو کې دغه سړک حیاتی بولی او وایی لدغه سرک څخه گته اخستنه به ترانسپورتی کرایی هم لږ کړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by