د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۲۸ ثور ۱۴۰۳ - 17 May 2024

سوریې دولت د مخالینو یو مشر ټپی شو

سوریې دولت د مخالینو یو  مشر ټپی شو

د سوریی دولت د مخالفینو یو لورپوری قوماندان د دغه هیواد په ختیځ کی په یوه چاودنه کې سخت ټپی شوی دی. ډگروال ریاض اسد د سوریې آزاد پوځ له اصلی بنسټ ایښودونکو څخه دی، د دیر الزور په ښار کې د بم چاودنی له امله ټپی شوی. په ورته وخت کې ملگرو ملتونو ویلی، د امنیتی لاملونو له مخی شاوخوا سل تنه خپل کارکوونکی له سوریې څخه باسی.

ملگرو ملتونو ویلی، په سوریه کې د امنیتی گواښونو په زیاتوالی سره پریکړه کړې څو خپل سل تنه بهرنی کار کوونکی لدغه هیواد څخه بیروت او قاهری ته واستوی. د ملگرو ملتونو ویاند مارتین نصیرکی وویل: دغه پریکړه وروسته له هغه وشوه، چی د تیرو دوو ورځو په اوگدو کې د ملگرو ملتونو کارکوونکو هوټل ته څیرمه چاودنې رامنزته شوی دی. نوموړی زیاته کړه، سیمه ییزو کارکوونکو ته هم ویلی شوی، چی تر راتلونکی خبراوی د خپلو کارځایونو ته نه ځی.

په ورته وخت کی له سوریی څخه د رارارسیدلو ریپوټونو له مخې، د سوریی دولت د اصلی مخالفې ډلې، ازاد پوځ یو لوړپوړی قوماندان ډگروال ریاض اسد د “دیرالزور” په سیمه کی تر بمی برید لاندی راغلی اوسخت ټپی شوی دی. ریاض اسد د سوریې آزاد پوځ له بنسټ ایښودونکو او د دغه ډلې له مهمو مشرانو څخه شمیرل کیږی. د رپوتونو له مخې، دی د درمنلې په موخه ترکیې ته لیږدول شوی دی. له دې سره جوخت د سوریې ملی ایتلاف مشر معاذ الخطیب، چی څه موده وړاندې یې له خپلې دندې استعفا وکړه ویلی، په دوحه کې د عربی ټولنې د مشرانو په دوه ورځینی غونډه کې به گډون وکړی. ټاکل شوې ده، چې پدغه غونده کې د سوریې څوکۍ رسما مخالفینو ته ورکړل شی. د عربی ټولنې سرمشریزه غونډه د سه شنبه او چهار شنبه په ورځو د قطر په پلازمینه دوحه کې دوام مومی او د سوریې مسایل یې له اصلی محورنو څخه دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by