د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

د مرکزی افریقا نوی ولسمشر

په مرکزی افریقا کې د بلواگرو مشر  ددې هیواد دولت او پارلمان منحل کړی او ځان یې  ولسمشر ټاکلی دی.

په دې هیواد کې د بلواگرو ډلې چې د سیلیکا په نامه یادیږی دوه ورځې مخکې ددې هیواد پلازمینه تر واک لاندی راوسته او پخوانی ولسمشر یې کامرون هیواد ته په تیښته بریالی شوی دی.

د مرکزی آفریقا پلازمینې د تر لاسه کولو یوه ورځ وروسته د بلواگرو مشر ځان د دی هیواد د ولسمشر په توگه اعلان کړ وویل: اوضاع دددوی تر کنټرول لاندې ده. ده ددی هیواد دولت او پارلمان منحل اعلان کړل او ژمنه یې وکړه، چی تر راتلونکو دریو کلونو به ټولټاکنې ترسره کوی او د سولی هغه تړون لیک له مخې چې مخکی له دی د ددوی او د مرکزی آفریقا د دولت تر منځ لاسلیک شوی ؤ، واکمن دولت به رامنځ ته کوی او د پخوانی دولت ځینې چارواکی به په مهمو دندو گماری.

د ریپوټونو له مخې، د مرکزی افریقا گوښه شوی ولسمشر(فرانسوا بوزیزه) خپل گاونډ، د کامرون هیوادته تښتیدلی دی.

په همدی توگه د سویلی افریقاولسمشر په بنگوئی ښار کې له وسله والو سره د مبارزې پر مهال د دیارلسو سرتیرو له وژل کیدو خبر وکړ وویل : اوه ویشت نور سرتیری په دی نښته کې ټپیان شوی دی.

اوس مهال په بنگوئی کې دوه سوه د سویلی افریقا سرتیری ځای پر ځای دی.

بله خوا داسې ریپوټونه خپاره شوې، چی پلازمینی ته د بلواگرو په رارسیدلو سره بی نظمی او چور چپاول هم شوی دی، په داسی حال کی چی د بلواگرو مشر د امینت او نظم ژمنه کرې وه.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by