د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۲ جوزا ۱۴۰۳ - 22 May 2024

ننګرهار ولایت کې ډله ایز برید

ننگرهار ولایت دپولیسو چټک غبرگون پر قطعې د اتو تنو ځانمرگو په ډله ییز برید کې گڼ شمیر کسانو ته مرگ ژوبله اویښتې ده. ددې ولایت چارواکو په وینا دغه برید لومړی په ځانمرگی برید پیل شو، چې وروسته بیا وسله واله نښته هم رامنځ ته شوه.

د رپوټونو له مخې دغه برید د سه شنبه په سهار شاوخوا څلور بجې پیل شو. د ننگرهار ولایت چاروکو ویلی، لومری دری تنو ځانمرگو بریدگرو په چاودیدونکوتوکو بار خپل موتر د چټک غبرگون قطعې وره ته نږدی چاودنه ورکړه او وروسته نورو بریدگرو له سپکو او درنو وسلو سره پر دغه مرکز برید وکړ.

د ننگرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقی وال ویلی، له چاودنې وروسته برید پیل شو. د نوموری په وینا ثلور تنه بریدگر د پولیسو له لوری و وژل شول.همدا راز پنځه تنه پولیس وژل شوی او ځلور نور تپیان دی. د ننگرهار ولایت روغتیایی چارواکو هم ویلی، چی ددی پیښې له سیمې اووه تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوی دی.

وسله والو طالبانو د دغه برید پره منلی ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by