د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۱۶ ثور ۱۴۰۳ - 5 May 2024

په مصر کې د اسلامی هیوادونو د استازو ترمنځ اقتصادی ناسته

د اسلامی هیوادونو پر وړاندې، د اقتصادی ستونزو د له منځه وړلو په موخه د اسلامی هیوادونو په لسگونه اقتصاد پوهان په یوه غونډه کې د ګډون په موخه قاهرې ته رسیدلی دی.

دا ناسته چې د اسلامی هیوادونو د کنفرانس له لوری په قاهره کی پیل شوې، د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادی اړیکو په هکله به پکې خبرې وشی.

د رپوټونو له مخې، د اسلامی هیوادونو ترمنځ دسوداگرۍ راکړه ورکړه هر کال پنځه سوه پنخوسو میلیاردو ډالرو ته رسیږی، خو هغه کار پوهان او اقتصادی څانگوال چې په قاهر کې په یوه ناسته کی د گډون په موخه سره راټول شوی وایی، چې د اسلامی هیوادونو ترمنځ د اقتصادی ودی لپاره ډیری لارې شتون لری.

د اسلامی کنفرانس په ځلورمه اقتصادی ناسته کې، د نړۍ اوه پنخوسو هیوادونو استازوگډون کری، ترڅو د هغو خنډونود له منځه وړلو په هکله خبرې وکری، چی د اسلامی هیوادونو د اقتصاد په لاره کې شتون لری او دوی به د اسلامی هیوادونو ترمنځ د سوداگرۍ د کچی لوړیدو په هکله هم خبرې اترې وکړی.

د قاهرې غونډې یوه گدون کونکی او اقتصاد پوه، “یمنا هاماکی” وویل: اسلامی هیوادونه یو شانته اقتصادی جورښت لری، نو ځکه ددوی ترمنځ د سوداگری کچه ډیره ټیټه ده له دې سره ده وویل: د اسلامی هیوادونو ترمنځ د سوداگری د دیرښت ډیری لارې شتون لری.

په دی ناسته کې د سوډان اقتصادی کار پوه، “نیروانا فاراگ” له دی سربیره چی اسلامی هیوادونه باید په خپلو کې اقتصادی اړیکې پیاوړې کړی وویل: اسلامی هیوادونه د افریقا په قاره کې کرنیزې ځمکې، غنی طبعی زیرمې او پیاوری کاری ځواک لری، د خلیج فارس د څنډې هیوادونه هم د پام وړ د تیلو او غازو زیرمې لری، په داسی حال کې چې د آسیا مسلمان هیوادونه ډیری څانگوال لری او د تکنالوژۍ په پرمختگ کی یې مهم رول لوبلولی دی.

ده زیاته کړه: دې ته په کتو سره د اسلامی هیوادونو ترمنځ د سوداگریو اړیکو د پراختیا لپاره لاره هواره ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by