د کندهار ولایت په ارغنداب وسوالۍ کې، د بابا صیب په نامه میله ځای کې د جمعې په ورځ چاودنه وشوه، چې له امله یې د ملی امینت یو کارکونکی وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
د رپوټونو له مخی، دغه تفریح ځای د نوی کال څخه دنمانځنې او نورو میلو سیمه ده، چی خلک په یواځې او کورنیو سره له لری او نږدې ځایونو څخه راتلل او میله به یی کوله.
د نوی کال له پیل سره جوخت، په دغه سیمه کې تگ راتگ زیات شوی دی؛ خو د تیرې ورځې چاودنی خلک اندیښمن کری دی. په ورته وخت کی ویل شوی، چی له داشان چاودنو څخه د خلکو کرکه لیدل شوی ده.
له بل لوری د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو پر مهال، د دولت شپږ تنه وسله وال مخالفین وژل شوی دی. د هرات ولایت چارواکی وایی پدغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو ځینې پټنځایونه هم کشف شوی او ځلور تنه تپیان شوی دی. خو وسله والو طالبانو د یوی خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چی پدغو عملیاتو کی د ملی پوځ یولس تنه سرتیری وژل شوی دی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.