د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

په پکتیا ولایت کې چنیز عملیات

د پکتیکا امنیتی چارواکی وایی، چې افغان ګډو امنیتی ځواکونو، د ملی اردو په مشرۍ ددې ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د آزادۍ په نوم عملیات پیل کړی دی، ددې ولایت د ملی اردو قومندان برید جنرال زمری وایی: تر دې دمه یې دوه تنه وسلوال مخالفین وژلی، پنځه تنه یې ټپیان کړی او دېرش کړۍ ماینونه یې کشف او شنډ کړی دی

په پکتیکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوهمې پلی لوای قومندان برید جنرال زمری وایی، چې افغان ګډو امنیتی ځواکونو د ملی اردو په مشرۍ د یوه پراخ امنیتی پلان له مخې ددې ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ازادۍ په نوم عملیات پیل کړی دی. د جنرال زمری په وینا، له یادو عملیاتو یې موخه په سیمه کې د دښمن په نښه کول دی چې په یو او بل نوم خلک ځوروی.

د جنرال په خبره، چې دوی ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتی، خو تر دې دمه یې دوه تنه وسلوال مخالفین وژلی، پنځه تنه یې ټپیان کړی او دېرش کړۍ هغه ماینونه یې کشف او شنډ کړیدی چې د لارو پر سر ځای پر ځای شوی وو.

د آزادۍ په نوم د افغان امنیتی ځواکونو ګډ عملیات د پکتیکا په خوشامند او ددې ولایت ګاونډ ته د غزنی په ګېلان او مقر ولسوالیو کې هم مهاله روان دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by