د پکتیکا په جانی خېلو ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتیکا ولایت د جانی خېلو ولسوالۍ د بابو خېلو په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو او وسلوالو مخالفنیو ترمنځ وسله واله نښه رامنځ ته شوې ده.
نښته هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې، یو شمیر وسلوالو مخالفینو په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر ګزمې برید وکړ، چې د سیمه ییزو پولیسو د چټک غبرګون سره مخ شول. ویل کیږی، چې په دې نښته کې شپږ وسلوال مخالفین وژل شوی دی. له نښتې وروسته د سیمه ییزو پولیسو رنجر موټر خپلې پوستې ته پر لار وو، چې د لویې لار پر سر پر ماین برابر شو، د ماین په چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوی او رنجر موټر هم زیانمن شوی دی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.