د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۱۲ ثور ۱۴۰۳ - 1 May 2024

دبرښنایی تذکرو په هکله د مشرانو جرګې غوښتنه

یو شیمر سناتوران په برښنایی تذکرو کې، چی تاکل شوی ځه موده وروسته یې ویشل پیل شی، د ملت ترڅنګ د ملیت دیادونې غوښتونکی دی.

دا سناتوران وایی، مشرانو جرگې نن پریکړه وکړه ځو په راتلونکی اونی کی د برښنایی تذکرو اړوندو ادارو چارواکی د مالوماتو ورکولو په موخه دې جرگې ته راوغواړی.

د افغانستان په تاریخ کې د برښنایی تذکرو ویش، تر ټولو لویو پروژه شمیرل کیږی.

ټاکل شوې وه د وری میاشتې په څلورمه نیټه ولسمشر حامد کری لومړنۍ برښنایی تذکره تر لاسه کړې وی او په دې توګه په هیواد کې د برښنایې تذکرې ویش په رسمی ډول پیل شوی وی، خو دا برنامه هم، تر نامالومې مودې څنډول شوې ده.

سناتورانو نن دبرښنایی تذکرو د ویش او د جوړلو په څرنګوالی بحث وکړ او پریکړه یې وکړه، چې په راتلونکې اونۍ کې به د مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه د اړوندو ادارو چارواکی د مشرانو جرګې عمومی غونډې ته راوغواړی.

ځینې سناتوران وایی: د برښنایی تذکرو ویش یوه ملی پروژه ده او باید داسې سمون ورکړل شی چی د خلکو ملت تر ځنګ د ملیت یادونه هم وشی.

ټاکل شوې وه دا پروژه د وری میاشتې په لومړیو کې پیل شوی وی، چې په دې سره به تر راتلونکو دریو کلونو اویا سلنه هیوادوالو ته دا تذکرې ویشل شوی وی.

یو شمیر سناتوران په دې آند دی، چې دا پروژه به د امینتی، ابو او هوا د ستونزو له کبله کلونو ته وغځیږی، خو یو شمیر نور سناتوران او ګوندونه تینګار کوی، چې باید تر راتلونکو ولسمشری ټاکنو ډیری هیوادوال برښنایی تذکرې ورلری.

په همدی توګه سناتورانو د ګاونډیو هیوادونو وګرو ته ددې تذکرو د ویش په هکله اندیښنه ځرګنده کړې ده


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by