د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۱۲ ثور ۱۴۰۳ - 1 May 2024

د ترهګرو په هکله د پاکستان استخباراتی اداریې څرګندونې

د پاکستان څارگرې ادارې ویلی: پدغه هیواد کې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تاوتریخوالی له امله نږدې ۵۰ زره کسان وژل شوی دی. د پاکستان د پوځ او څارگرې ادراې په دغه رپوټ کې راغلی د پاکستانی طالبانو ځینی څانگې، چې د دغه هیواد په نا ارامیو کی لاس لری له افغان دولت سره په اړیکه کې دی.

د پاکستان څارگرې ادارې او پوځ د دغه هیواد سترې محکمې ته په یوه رپوټ کې ادعا کړې، چې د پاکستانی طالبانو زینی څانگې له افغان دولت سره اړیکې لری او دغو ډلو د مهمند ایجنسۍ، باجوړ، سوات، دیر او چترال سیمو په گدون په قبایلی سیمو کې امنیتی گواښونه رامنځ ته کړې دی. په دغه رپوټ کې راغلی دی، چې پاکستانی طالبان په گڼو برخو ویشل شوی او ځینې څانگې یې په پرگنیزو بریدونو په څانگړې توگه د کراچۍ او کویټې ښار تاوتریخوالو کی لاس لری. په رپوټ کې: همدا راز راغلی دی له ۲۰۰۱ کال څخه را پدیخوا له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تاوتریخوالو له امله ملکی کسانو او امنیتی ځواکونو په گدون، ۴۹ زره کسان وژل شوې دی. د دغه رپوت پر بنست دیری قربانیان د ځانمرگو بریدونو، بم ایښودنو، او پر دولتی ځواکونو د وسله والو جنگیالیو په بریدونو کی وژل شوی دی. د پاکستان څارگرو سرچینو ویلی: د دغی مودې په اوږدو کې وسله والو جنگیالیو، په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا زر شوونځی تړلی او کابو دوه سوه تنه قبایلی مشران یی وژلی دی.

د رپوټ له مخې د تیرو پنځو کلونو په اوږدو کې په قبایلی سیمو او خیبر پښتونخوا ایالت کی ۲۳۵ ځانمرگی بریدونه، کابو ۴ زره بم  ایښودنې او نږدې ۹ زره توغندویی بریدونه شوی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by