د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۱۲ ثور ۱۴۰۳ - 1 May 2024

په بلخ ولایت کې د بزګرو د جشن مراسم

په بلخ ولایت کې د بزگر له جشن خخه د نمانځنې پر مهال د شمال له کروندگرو ستاینه وشوه. په دی مراسمو کې چی د بابه دهقان په نامه تر سره شوی ؤ، مسولینو د کروندګری پرمختگ د منلو وړ وباله خو د کرهنیزو ابو، د بذری اصلاح شویو تخمونو، د آفاتو ضد درملواو لنډ مهالو پورونو پر نشتون یې نیوکه وکړه

په مزار شریف شار کې د بابه دهقان په نامه د بزرگر چشن هر کال د شمالی ولایتونو د کروندگرو په گډون تر سره کیږی. د روان کال په مراسمو کې، چې تیره ورځ په مزار شریف کې تر سره شول، ددې ولایت د کرهنی ریس کاتب شمس په بلخ ولایت کې د کرهنې په برخه کې پرمختگ ښه ارزولی، خو ویلی یې دی: د هغو خندونو له امله چې په دې لار کې شتون لری د تولیداتو کچه ټیټه کړې ده.

د بلخ ولایت د کرهنې ریس وویل: په لسمه لسیزه کې لسگونه زره کرنیزه ځمکه په بیلا بیلو نمونو غضب شوې وه، چی دې اداری وکولای شول ددې ځمکو نیمایی برخه  بیرته دولت ته راوگرځوی. ښاغلی شمس وویل: په روان کرنیز کال کې د حاصلاتو د کچې لوړول، د بڼوالۍ وده، د خړوبولو اوبو دستونزې هوارول، د کرهنې او مالدارۍ لپاره له حیواناتو دنسل تر لاسه کول، ددی ریاست د کارونو په لومړیتوب کې ځای لری، چی د پلی کیدو لپاره یی برنامی تر لاس لاندې نیول شوی دی.

همدارنگه کاتب د ملخانو پر وړاندې له مبارزې خبر ورکړ وویل: په هغو سیمو کې چې ملخان پیدا کیږی د دیرښت د مخینیوی په موخه یې، ددی ادارې کارکونکو فعالیت پیل کړی دی، چی په دی سره به   تولیداتو ته د زیان رسونې مخه ونیول شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by