د سوریی دولت او کورنیو سیاسی مخالفینو د عربی ټولنې وروستی پریکړه رد کرې، ویلی یی دی: د دی ټولنې وروستۍ پریکړه په سوریه کې ترهگری ته مشروعیت ورکری او په دې هیواد کی به د تاوتریخوالی د ډیرښټ لامل وگرځی.
عربی ټولنې تیره ورځ د سوریې څوکۍ مخالفینو ته ورکړه او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل څو مخالفین د سوریې د استازو په توگه په رسمیت وپیژنی.
د سوریې دولت، عربی ټولنه مخالفینو ته د سوریې د ځوکۍ په ورکولو سره د دولت پر وړاندې په چلوټې تورنه کری ده. په دی ټولنه کې د سوریې پخوانی استازی یوسف الاحمد، د عربی ټولنې د تیرې ورځې پریکړه، ددی ټولنې د قوانینو پر خلاف بللی ویلی یی دی: عربی ټولنه ددی پر خای چی دسوریې ستونزو د هواری هڅه وکړی په خپله د جگړې یو لوری گرځیدلی دی.
د سوریی په دننه کی د اپوزیسیون یو شمیر چارواکو هم په عربی ټولنه کې مخالفینوته د سوریی په څوکۍ ورکلو نیوکه کړې او ددوی دا پریکړه یې رد کری ده.
د عربی ټولنې د تیرې ورځې په ناسته کې د مخالفینو مشر معاذالخطیب، له امریکا څخه له مخالفینو سره د وسلو مرستی غوښتنه وکړه. د ریپوټونو له مخې واشنگټن ددوی غوښتنې، چې یوه یی هم د مخالفینو ترواک لاندی په سیمو کی د توغندیو ضد سیستم نښلول وه رد کری ده.
همدارانگه د عربی ټولنې د تیرې ورځې په ناسته کی گډون کونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو د سوریې مخالفین ددی هیواد د استازو په توگه په رسمیت وپیژنی او د ملگرو ملتونو په سازمان کې هم د سوریې څوکۍ مخالیفینو ته ورکړی.
بله خوا د ملگرو ملتونو لوی منشی بانکی مون په سوریه کې د کمیایی وسلو د کارولو په هکله یوڅیړنیز پلاوی تاکلی دی. څه موده وړاندې دسوریې دولت او مخالفینو یو بل د خان عسل په ښارگوټی کې د کمیایی وسلو په کارولو تورن کړی وو.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.