د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۱۴ ثور ۱۴۰۳ - 3 May 2024

دکوریا په ټاپو کې د شخړو د ډیرښت په هکله د چین او روسیې اندیښنه

د نړۍ دوولویو ځواکمنو هیوادونو، چین او روسیې د کوریا په ټاپوکې د شخړو د ډیرښت په هکله اندیښنه ځرګنده کړې او په سیمه کې یې په سولې او ټیکاو ټینګار کړی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلی: د سویلی کوریا او امریکا ګډه پوځې آزموینه په سیمه کې د شخړو د ډیرښت لامل شوې او کیدای شی وضعیت له کنترول څخه بهر شی. دا په داسې حال کې ده چې شمالی کوریا اعلان کړی، چې له خپل ګاونډی هیواد، سویلی کوریا سره د جګړې په حالت کې ده.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرگئی لاوروف په کوریا کې، د حالتو د بد تره کیدو په هکله اندیښنه ځرګنده کړې او په سیمه کې یې د سویلی کوریا او امریکا پر ګډه پوځې آزموینه نیوکه کړې ده. ده خبرداری وکړی، چې کیدای شې په کوریا کې وضعیت له کنتروله بهر شی.  د روسیې بهرنیو چارو وزیر، د سویلی کوریا او امریکا ګډه پوځې آزموینه د امنیت شورا د قوانینو پر خلاف بللې ویلی یې دی، چې شمالی کوریا هم باید د امنیت شورا له مصوبو سرغړونه ونکړی.

د امریکا او سویلی کوریا ګډو پوځی آزموینو، د شمالی کوریا قهر را پارولی دی او په دې وروستیو کې یې ویلی: چې له سویلی کوریا سره په جنګی حالت کې ده. د شمالی کوریا مشرکیم جونګ اون ویلی: له امریکا سره د حساب کولو وخت رارسیدلی.

همدارنګه د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرې ناسته کې ویلی، د کوریا په ټاپو او د آسیا په شمال خیتځه سیمه کې امنیت د ټینګښت هځې، د ټولو دنده او د ټولو په ګټه ده او باید ټول په دې سیمو کې د شخړو د کمښت لپآره کار وکړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by