په کنړ ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې، دپولیسو پنځو تنو سرتیرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولایت والی ویاند واصف الله واصفی ویلی: دا پیښه تیره شپه د دانگام ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ماین د یوې چاودنې له امله رامنځ ته شوه، چې له امله یې څلور پولیس سرتیری وژل شوی او یو بل ټپی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له تیرې ورځې په دې ولسوالۍ کې د گډو ځواکونو لخوا چنیز عملیات پیل شوی دی خو تر اوسه یی د مرگ ژوبلی په هکله د مسئولینو لخوا مالومات ندی خپاره شوی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.