د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

د مخدره تو کو پر وړاندې اودعامې روغتیا وزارتونه په خپلو دندو کې پاتې راغلی دی

مشرانو جرگې نن د سه شنبه په ورځ د مخدره توکو د مبارزې او عامې روغتیا وزارت چارواکی د سناتورانو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره ورغو ښتی وو.

سناتوران وایی:  د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسئولین په تیرو څو کلونو کې له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی او د عامې روغتیا په وزارت یې د روږدو کسانو په درملنه کې د ناغیړی تور لگولی دی.

سناتورانو، په تیرو کلونو کې د هیواد په کچه د مخدره توکو پر وړاندې د اړوند وزارت پاتې بللی ویلې یې دی: د مخده توکو پر وړاندې وزارت نه یواځې چې د مخدره توکو پر وړاندې په مبارزه او لویو قاچاق وړونکو په نیولو کې پاتې راغلی، بلکې په ځینو برخو کې د امنیتی ځواکونو له منګلو قاچاقورونکې ژغورلی دی.

خو د مخدره توکو سره د مبارزې او عامې روغتیا مسئولین وایی: د قانون په چوکاټ کې دوی ته د ورکړل شویو واکونو له مخې، د روږدو کسانو د درملنې، له مخدره توکو سره دمبارزې او د مخده توکو قاچاق وړونکو د نیولو لپاره ګامونه پورته کړی دی.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په داسې حال کې دیو شمیر قاچاق وړونکو له نیولو خبر ورکوی، چې په تیرو لسو کلونو کې هیځ یو لوی قاچاق وړونکی ندی نیول شوی، په داسې حال کې چې مخکې له دې د مخدره توکو پر وړاندې پر  اتو لویو قاچاق وړونکو له څار څخه خبر ورکړی وو، چې تر اوسه یې د نیول کیدو کوم څرک نه لګیږی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by