د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

امریکا تر اوسه په افغان جګړه کې ښکیله ده

امریکا تر اوسه د افغانستان په جگړه کې ښکیله ده. د امریکا ولسمشربارک اوباما ددې ترڅنگ ویلی، چې واشنگتن په دې برخه کې د پرمختگ په حال کې دی او په راتلونکې کال کې به دوی د افغانستان په جگړه کې د خپلو قربانیانو یادونې وروستی مراسم ونمانځی.

د امریکا ولسمشر، چې د ویرجینیا ایالت په ارلینګتون کی، د افغانستان په جګړه کې د خپل هیواد له قربانیانو یادونه کوله وویل: امریکایان باید له هیره ونه باسی، چې تر اوسه هم د افغانستان په جګړه کې ښکیل دی.

له دې سره اوباما د افغانستان په جګړه کې له پرمختګه خبر ورکړ ټینګار یې وکړ، چې اوس مهال امریکا په افغانستان کې ډیر لږ قربانی ورکوی.

“ده وویل په همدی ځآی کې له دې مخکې ما اعلان کړی وو چې له دې وروسته به په عراق کې امریکایان ونه وژل شی. اوس په افغانستان کې د لیږد لری روانه ده، په افغانستان کې زمونږ قربانی وروستی پړاونو ته رسیدلې او زمونږ سرتیری به خپل هیواد ته راوګرځی او مونږ له دوی څخه د زړه له کومې مننه کو. کله چې مونږ لس کلنه جګړه څیړو او راتلونکې ته ګورو، باید دا له هیره ونه باسو چې تر اوسه هم مونږ د افغانستان په جګړه کې ښکیل یو.”

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې اوږدې جګړې ته په نغوتې سره وویل، چې په راتلونکې کال کې به دوی د وروستی ځل لپاره د خپلو وژل شویو سرتیرو یادونې مراسم تر سره کړی.

په افغانستان کې له تیرې لس کلنې جګړې وروسته اوس مه په افغانستان کې ۶۶ زره امریکایی سرتیری شتون لری او ټاکل شوې په روان کال کې ۳۴ نور سرتیری له دې هیواده ووځی.

اوباما ویلی، چې تر دوه زره څوارلسم کال تر پای به ډیری امریکایی سرتیری له افغانستان څخه بهر شی او کیدای شی له دې نیټې وروسته هم په افغانستان کې له لسو تر پنڅه لسو زرو امریکایی سرتیری پاتې شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by