د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۱۴ ثور ۱۴۰۳ - 3 May 2024

پکتیکا ولایت ته د ډاکټر اشرف غنی احمدزی سفر

د امنیتی چارو د لېږد کمسیون مشر ډاکتر اشرف غنی احمدزی، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ایساف مرستیالانو د یوه پلاوی په ملتیا د پکتیکا ولایت امنیتی حالت د ارزونې، له ایساف څخه افغان لوری ته د ځینو پوځې اډو د لېږد په موخه د سفر پر مهال ددې ولایت والی محب الله صمیم او نورو مسؤولینو سره په یوې امنیتی غونډه کې ګډون وکړ

وروسته یادو مسؤولینو د یوې خبری ناستې پر مهال د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، د پکتیکا والی محب الله صمیم په دې ولایت کې د ډاډمن امنیت لاملونه ښه همغږی او د ولسونو مرسته یاده کړه، ښاغلی صمیم وویل چې روان کال به په دې ولایت کې ګڼې رغنیزې پروژې پلی کړی.

ښاغلی صمیم زیاته کړه، چې پر هغې تګلارې هم کار کوی، چې له مخې به یې په مرکز ښرنه کې د ایساف ځواکونو هغه ستره نظامی اډه بشپړافغان ځواکونو ته سپارل کیږی چې پرې ملیاردونه افغانۍ لګول شوی دی

ډاکتر اشرف غنی احمدزې د یاد ولایت امنیتی وضعیت ډاډمن وباله په دې برخه کې یې د سیمه ییزې ادارې او ولسو هڅې وستایلې زیاته یې کړه چې په دې ولایت کې په هره برخه کې ډیر کار شوی او نور پرمختګ ته هم اړتیا لری نوموړی یو شمیر وزارتونه دې ولایت ته په نه پاملرنې ګرم وبلل

ښاغلی احمدزی زیاته کړه، چې وزارتونه باید پکتیکا ته د دریمه درجه ولایت نه بلکې د یوه مهم ستراتیژیک او سرحدی ولایت په توګه پاملرنه وکړی

پکتیکا د ډېورنډ کرښې ته څېرمه سرحدی ولایت ته چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو سره ۳۳۶ کیلومتره اوږده ګډه پوله لری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by