د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۱۴ ثور ۱۴۰۳ - 3 May 2024

دسوریې ملی ایتلاف مشر استعفی

د سوریی مخالفینو د ایتلاف مشرمعاذالخطیب، تیره اونۍ له خپلې دندې لاس واخیست او دا موضع د خبرونو سرټکی وګرځیده.که څه هم په ډیریو خبرونو کې دا وښودل شوه، چې ګواکې نوموړی د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو سره، د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمښت په غبرګون له خپلې دندې لاس اخستی دی، خو عربو څیړونکی په دې آند دی، چې د مخالفینو ترمنځ سخت اختلاف او ده باندې د اخوان المسلیمین فشا له دندې د الخطیب داستعفی لامل شوی دی.

معاذالخطیب له خپلې استعفی اته څلویښت ساعته مخکې ویلی ؤ، مخالفین پر ځمکه د وسلو ایښودلو ته چمتو دی، په دې شرط  چې روښانه شی، چې به رښتیا هم د سوریی ستونزه پرته له پوځې لارې حل کیدای شی. همدارنګه، دده استعفی د ایتلاف د غړو لخوا ونه منل شوه او عربی تولنې هم د شنبه په ورځ په سرمشریزه غونډه کې، په رسمی توګه د په دې ټولنه کې د سورې ځوکۍ د مخالفینو د استازو په واک کې ورکړه.

احمد معاذ الخطیب، د دوه زره دولسم کال د نوامبر په میاشت کې، د سوریې دولت د وسله والو مخالفینو د ایتلاف مشر وټاکل شو. خطیب له منځلارو، د یوالی پلوی او د درنښت وړ کس پیژندل شوی، چې د مخالفینو ترمنځ د اختلافاتو او نورو فشارونو له امله استعفی ته اړ کړل شو.

له دې مخکې، الخطیب له اسد سره د خبرو یو آړ، له دولتی بندخونو څخه د ۱۶۰ زرو بندیانو خوشی کول ټاکلی ؤ، چی د ناندریو لامل شو، ځکه د مخالفینو یوشمیر ډلو، له واکه د اسد ګوښه کیدل د هر ډول خبرو لومړنۍ شرط ټاکلی ؤ. دده د استعفی، له هغې وینا اته څلویښت ساعته وروسته اعلان شوه، چې ویلې یې ؤ، مخالفین پر ځمکه د وسلو ایښودلو ته په دې آړ چمتو دی، چې روښانه شی له وسله والې مبارزې پرته د سوریې ستونزې هواری لپاره بله لاره هم شتون لری.

د سوریې د مخالفینو ایتلاف، وروسته بیا اعلان وکړ، چې د ایتلاف ریاست او ددوی ټولو غړو د معاذالخطیب استعفی رد کړې ده، خو د مخالفینو ترمنځ واټن چې د الخطیب د استعفی لامل شوی باید له هیره ونه ایستل شی.

د سوریې ملی ایتلاف یوه لوړ پوړې غړی خالد الناصر، په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې الخطیب د لنډ مهالی دولت په رامنځ ته کیدو کې د سورېې دولت مخالفینو ترمنځ لوی اختلاف له امله استعفی وکړې ده. ده وویل: الخطیب د لند مهالی دولت د رامنځ ته کیدو سره مخالف ؤ او ددې پرځای یې غوښتل څو دمخالفینو ترواک لاندې سیمو د کنټرول لپآره اجرایی پلاوی رامنځ ته شی .

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپایی ټولنې د غړو هیوادونو بهرنیو چارو زیران هم پر سوریې د وسلو د بندیز په هکله هوکړې ته سره ونه رسیدل او ددې ټولنې د بهرنی سیاست مشرې کاترین اشتون، په سوریه کې د شخړو د له منځه وړلو لپآره د یوې حل لارې د رامنځ ته کیدو غوښتونکې شوه.

له دندې دې لاس اخستنې، تر هر څه د مخه، په سوریه کې د روانو نښتو د حل په برخه کې د مخالفینو تر منځ د لوی اختلاف ښکارندویی کوی، هغه اختلاف چی د خلکو له سترګو د پټولو موده به یې ډیره اوږده نه وی.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې آزاد پوخ هم رسمآ اعلان وکړ، چې غسان هیتو د لنډ مهالی دولت د ولومړی وزیر په توګه په رسمیت نه پیژنی. دا هم په ډاګه کوی، چې د مخالفینو ترمنځ په کومه کچه واټن شتون لری او هرځوک په خپل زړه کار کوی.

بله خوا عربې ټولنې د سه شنبپه ورځ د سرمشریزې ناستې په غونده کې د سوریې ځوکۍ په رسمی توګه مخالفینو استازو ته وسپارله او احمد معاذ الخطیب په داسې حال کې  د عربی ټولنې په سر مشریزه ناسته کې د سوریې استازو مشری کوله چې مخکې له دې یې اعلان کړی ؤ، چې د مخالفینو له ریاست څخه به لاس اخلی. په همدی توګه، د”هیواد جوړونې” بهیر چې د سوریې د اپوزیسیون لخوا رامنځ ته شوی، په عربی ټولنه کې یې مخالفینو ته د سوریې د څوکۍ سپارل رد کړې او دا یې د سوریې پر وړاندې یوه چلوټه وښوده، داسې یوه چلوته چی په سوریه کې په سوله ایزه توګه د ستونزې د هواری په لار کې خنډونه رامنځ ته کوی او موخه ېې ددې هیواد بیلتون ښودلې ده.

همدارنګه دې بهیر په هیواد کې میشت اپوزیسیون هم تورن کړی، چې د پردیو هیوادونو په ملتیا، د هیواد د ویشلو د لارې رامنځ ته کولو په هځه کې دی، چې په دې سره د پخلاینې په خبرو کې ستونزې رامنځ ته کوی.

په هر صورت، د معاذالخطیب استعفی وښوده، چې د مخالفینو ترمنځ لوی اختلاف شتون لری او دې ته په کتو سره، د هغو هیوادنو ترمنځ هم اختلافات مخ په ډیریدو دی کوم چی د مخالفینو د یوې ډلې پلویتوب کوی.

په داسې شرایطو کې، ښکاری چې د بشارالاسد مخالفین به یوه نوې لاره غوره کړې، چې به دې سره به اړ شی څو پر خپلو کړنو بیا کتنه وکړی. د سوریې په هکله د بهرنیو هیوادنو په ځانګړې توګه د امریکا دوه ګونی چلند، په ډې هلکه د خلیج فارس حوزی هیوادونو او ترکې غبرګون اود مخالفینو ترمنځ اختلافات به په دې هیواد کې د جګړې د دوام اوله ګواښه دکې د یوې راتلونکې لامل شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by