د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۱۴ ثور ۱۴۰۳ - 3 May 2024

د ترکیې دولت او pkk ترمنځ د روغې جوړې پیامونه

د کردستان کاګر ګوند ( p k k) وسله والو د تیری اونۍ د شنبه په ورځ د خپل بندی مشر عبدالله اوجالان پیام ته مثبت ځواب ورکړ او ددې ډلې پوځی قومندان اعلان وکړ، چې د مارچ میاشتې له یو ویشتمې نیټې وروسته اعلان شوی اوربند په رسمی توګه منی. ددې  ګونډ مشر له خپلو پلویانو پر ځمکه د وسلو د ایښودلو او د ترکې له خاوری د شاتګ غوښتنه کړې وه

د کارګر ګوند پوځی قومندان مراد قره ایلان، په خپلو خبروکې د د اوربند د منلو ترځنګ، د ترکیې له خاوری شا تګ یې پر ترکیې دولت له شرطونو سره تړلی بللې دی

ده په دې هکله ویلی: «که چیرې د ترکې حکومت، دولت او پارلمان خپلې ژمنې پلې کړی او شاتګ ته اړینه زمینه رامنځ ته کړی او همدارنګه په دې هکله اړوندې کمیتې او بنسټونه رامنځ ته شی، نو شاتګ منو».

د کارګر ګوند بنسټ ایښودونکی او لارښود عبدالله اوجالان له ۱۹۹۹ کال راهیسې د “اِمرالی”  په ټاپوکې په بند کې شپې ورځې تیروی او په دې وروستیو کې دده او د ترکیې دولت ترمنځ د نښتو او جګړې پای ته رسیدو په موخه خبرې پیل شوی او داسې ښکاری چی د پخلاینې په دې خبرو کې پرمختګ هم شوی دی.

د کرد بیلتون غوښتونکو او ترکیې دولت ترمنځ له ۱۹۸۴ زیږدیز کال را په وسله واله جګړه پیل شوې، چې تر اوسه یې له امله له پنځه څلویښت زره دیر کسان وژل شوی دی.

اوجالان په خپل پیام کې ویلی: «اوس هغه وخت رارسیدلی څو ټوپک څنډې ته کړو او خپلې غوښتنې په ژبه وغواړو».  ده کرد مبارزین له ترکانو سره همکاری او یوالی ته راوبلل.

د ترکې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان هم د اوجالان له پیام څخه هر کلی وکړ او دایی مثبت کړنه وښوده. دی چې له هالند څخه په لیدنه بوخت ؤ، د اوجالان د سولې غوښتنې د پیام په غبرګون وویل: «مهمه داده چې ووینو دا پیام ځرنګه د پلی کیدو وړ دی». ده د خوښۍ ځرګندولو تر ځنګ وویل: «ددې پیام په پلی کیدو سره به نه یواځې په ترکیه بلکې په ټوله سیمه کې مثبت بدلون راوستی شی».

دا لومړی ځل ندی چې اوجالان خپل پلویان سولې ته رابولی، خو تر اوسه د اوربند یوه اعلان هم د ترکیې او کردانو ترمنځ شخړه له منځه یونوړه. دا ځل هم د دواړو خواوو ترمنځ پخلاینې ته د شک په سترګو کتل کیږی، له دې سره چې ځینې پرمختګونه شتون لری او ددې مسلې بریالیتوب د ترکیې پر دولت تړلی دی.

د هغه خبرو له مخې چې څه موده وړاندې د ترکې دولت او اوجلان ترمنځ ته سره شوې، پکې د ترکانو لخوا یو اړخیز او کلک غبرګونونه ښکاره شوې دی او که چیرې په همدی ډول دوام وکړی، کیدای شی د دواړو خواوو ترمنځ نویې ستونزې ر امنځ ته کړی.

که چیرې ترکان، له خپلو تیرو غوښتنو تیر شی او په دې برخه کې ریښتینولی په ډاګه کړې، نو د خبرو دا پړاو به بریالی او ښې پایلی به ولری، او که چیرې د ترکیې دولت وغواړی د خبرو په دې پړاو کې بیا پر مخالفینو د خپلو غوښتنو د منلو هخې وکړی، او د زرو له لارې د خپلو موخو پر تر لاسه کولو زور واچوې، باید وویل شی چې د پخلاینې دا پړاو به هم د تیرو پړاونو په څیر له ماتې سره مخ شی او کومه ګټوره نتیجه به ورنکړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by