د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۲۸ ثور ۱۴۰۳ - 17 May 2024

د سویلی کوریا، امریکا او شمالی کوریا ترمنځ د شخړو ډیرښت

شمالی کوریا ملگرو ملتونو ته خبر ورکړی، چې د کوریا ټاپوه وزمه د هسته ئی جګړې د پیل په شرایطو کې ده. شمالی کوریا د سوېلی کوریا او امریکا ګډې پوځی مانورې او دغو مانورو په ترڅ کې د امریکا د بی دوه پنځوس الوتکو الوتنه د کوریا په ټاپو وزمه کې د تاوتریخوالو د زیاتوالی لامل ګڼی.

د شمالی کوریا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پیغام په استولو سره ویلی د سوېلی کوریا په خاوره کې د دغه هېواد د پوځ پوځ او امریکایی ځواکونو ګډې پوځی مانورې د کوریا ټاپو وزمه یې د یوې هسته یی جګړې پیل په درشل کې راوستې ده.

د سوېلی کوریا او امریکایی ځواکونو ګډې پوځی مانورې د روانې زېږدی میاشتې په پیل کې شروع شوې او شمالی کوریا دغه مانورې د خپل ځان پر وړاندې د برید پیل په معنی بللی، چې په وروستیو اونیو کې یې په وار وار ګواښ کړی، چې د امریکا متحده ایالاتو او شمالی کوریا پر وړاندې به اتمی برید تر سره کړی.

پدخو پوځی مانورو کې امریکا له بی دوه پنځو جګړه­ییزو الوتکو څخه هم کار اخیستی دی. د شمالی کوریا مشر د دغه هېواد زغره وال برخې ته امر کړی، څو په هاوایی او ګوام ټاپوګانو کې د امریکا پوځی اډو پر وړاندې برید ته چمتو و اوسی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمالی کوریا دغه ګواښ په غبرګون هغه یې له جګړې ډکه بللې او ویلی یې دی دغه ګواښونه به د شمالی کوریا له انزوا پرته نور څه له ځآنه سره ونه لری او د کوریا په ټاپو وزمه کې به سولې راوستو په برخه کې نړۍوالې هڅې له منځه یوسی. شمالی کوریا همداراز تېره ورځ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد او د سوېلی کوریا پوځ ترمنځ ټیلیفونی کرښه یې په بشپړه توګه پرې کړې ده.

بل لور ته امریکا د شمالی کوریا ګواښونو څخه د مخنیوی په موخه سیمې ته دوه جګړه­ییزې بېړۍ، چې د اتمی توغندیو توغولو توان هم لری استولی دی. د دو کوریاوو ترمنځ شخړې له هغه مهاله پیل شوې، چې سوېلی کوریا له شمالی کوریا څخه بېله شوه. شمالی کوریا کې کمونستی رژیم حاکم دی، چې د چین او تر یوه بریده د روسیې له ملاتړ څخه برخمن دی او سوېلی کوریا بیا د لوېدیځ په ځانګړی توګه د امریکا له ملاتړ څخه برخمنه ده. له هغه وروسته، چې شمالی کوریا اټمی آزموینې تر سره کړې د امریکا په ګډون له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوه، چې په لړ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوری پر دغه هېواد بندیزونه هم ولګېدل او په دې رووستیو کې دغو بندیزونو زور اخیستی دی.

له کومه ځایه، چې شمالی کوریا د امریکا مخالفه ده د امریکا متحده ایالات هڅه کوی، څو د دغه هېواد رژیم نسکور او پر ځای یې داسې رژیم رامنځته کړی، چې وکولای شی د امریکا او په ټوله کې د لوېدیځ غوښتنې ومنی. له همدې امله شمالی کوریا او ملاتړی یوه لور او سوېلی کوریا او ملاتړی یې بل لور ته درېدلی او داسې بریښی، چې د امریکا وروستی اقدامات د دې لپاره دی، څو دغه هېواد د خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړی؛ خو په شمالی کوریا کې شته حکومت ته په پام سره داسې برېښی، چې امریکا به خپلې دغې موخې ته و نه رسېږی. په افغانستان، منځنی ختیځ او آسیا پسیفیک سیمې کې د امریکا بوختیاوو او د امریکا ناوړه اقتصادی حالت ته په پام سره شونې نه برېښی، چې امریکا دې پر شمالی کوریا برید وکړی؛ خو هغه څه، چې اړین دی د امریکا او سوېلی کوریا دغو کړنو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې چوپ پاتې کېدل دی؛ ځکه تر دې مهاله نړۍوالې ټولنې د امریکا وروستیو کړنو په اړه جدی غبرګون ندی ښکاره کړی پداسې حال کې، چې د شمالی کوریا وروستیو کړنو او اټمی آزموینو په اړه توند غبرګون یې څرګند کړی او پر شمالی کوریا یې بی ساری بندیزونه هم لګولی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by