د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۱۷ ثور ۱۴۰۳ - 6 May 2024

په افغانستان کې اداری فساد

له اداری فساد سره د مبارزې څارنې او ارزونې ګډې کمېټې په خپل تازره رپوټ کې، چې د تېرې شنبې په ورځ یې خپورکړ، اعلام کړی، چې په افغانستان کې ملی او نړۍوالو اورګانونو له اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ کړی دی.

پدغه رپوټ کې، چې په افغانستان کې له اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه خپور شوی ټینګار شوی، چې دغه اورګان شپږ میاشتې وړاندې له اداری فساد سره د مبارزې په موخه ۷۴ لارښوونې، په هېواد کې مېشتو ملی او نړۍوالو اورګانونو ته کړې دی؛ خو تر دې مهاله یوازې ۲۰ سلنه لارښوونې په پام کې نیول شوی دی.

د کانونو وزارت له لوری، د تړونونو اعلام او خپرېدل، د ګمرکاتو په قانون کې تعدیل او د اداری اصلاحاتو کمېسیون د ملکی خدمتونو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول د دغه اورګان د پلی شویو لارښوونو څخه شمیرل کیږی.

پدغه رپوټ کې راغلی: له اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ شوی دی؛ خو له بل لوری ټینګار شوی، چې د افغانستان په ګمرکاتو کې اداری فساد خپل وروستی برید ته رسېدلی او دغې کړنې زیاتې اندېښنې له ځانه سره درلودلی دی.

په رپوټ کې همدا راز راغلی، چې د هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو په ګمرکونو کې د اداری فساد څېړلو په موخه څېړنې پیل شوی دی.

بلاخره یاد اورګان په هېواد کې له اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې، د سیاسی ارادې نشتون له اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې له اصلی ننګونو څخه شمېرلې او پدې برخه کې د افغان چارواکو ژمنو پوره کولو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

یاد اورګان د خپلو لارښوونو په لړ کې په هېواد کې شته کورنیو او بهرنیو اورګانونو ته ۳۶ نوې لارښوونې وړاندې کړی، چې ډېری برخه یې دټاکنو روڼتیا، د بیارغاونې پلانونو پلی کېدل، د مدنی ټولنې د کړنو څرنګوالی، له خصوصی برخې څخه ملاتړ، د ځمکې له غصب سره مبارزه او د نړۍوالې ټولنې له مرستو څخه د ګټې اخستنې دقت رانغاړی.

اوس مهال په هېواد کې اداری فساد، له ستونزو په ډکې مسئلې اوښتی او د داشان رپوټونو او همدا راز له اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې د ګڼو ادارو له شتون سره سره دغه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده او ورځ تر بلې زیاتېږی.

لکه څنګه، چې پدغه رپوټ کې هم راغلی دی له اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې اساسی اصل، د سیاسی او ملی ارادې شتون دی. پر دې سربېره، چې ولسمشر حامد کرزی تېر کال د ټوکیو له کنفرانس څخه وروسته ټینګار وکړ، چې نور به مصلحت نه کوی او له هرې لارې، چې وی باید د فساد لاملینو او خپله فساد سره به مبارزه وکړی؛ خو په دوام کې ځانګړې شوه، چې دغه مصلحت پالنه دوام لری او پدې برخه کې ملی او سیاسی اراده شتون نه لری.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by