د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

د بارک اوباما او ډیویډ کامرون لیدنه

د امریکا ولسمشر بارک او باما او د انګلستان لمړی زویر ډیویډ کامرون، د تیرې اونۍ د دوشنبه په ورځ په بیلا بیلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د سوریې به هکله خبرې وکړې.

بارک اوباما په واشنګټڼ کې له ډیویډ کامرون سره له لیدنې وروسته، د سورې پر دولت  د دواړو خواوو لخوا له فشاره خبر ورکړ.

ددې لیدنې په روستیو کې: دواړو مشرانو په ګډه یوه خبرې ناسته کې ګډون وکړ، وویل: دواړو خواوو پریکړه کړې څو د سورې پر دولت خپلو فشارونو ته زور ورکړی. اوباما وویل: «امریکا او بریتانیا به هڅه وکړی څو په هغه نړیواله ناسته کې چې د سوریې په هکله تر سره کیږی، ددې هیواد لپاره یوه لنډ مهالې اداره رامنځ ته کړی».

ډیویډ کامرون هم د خپلو خبرو په لړ کې، په سوریه کې د مرګ ژوبلې د مخنوی په موخه د نړیوالو پر هڅو او یوالی ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې او سورېې ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر د سفر په لړ کې، په جینوکې دسوریې په هلکه د یوې نړیوالې ناستې پر تر سره کولو هوکړه وکړه. په دې ناسته کې به د بشاراسد او دده د مخالفینو ترمنځ د روغې جوړې هڅه وشی.

په ډې هیواددونو کې بریتانیا او فرانسه د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو سره د وسلو د مرستو پلویټوب کوی او اوس هم دوی ته وسلې استوی، خو امریکا له دې سره چې د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوی له دوی سره په خپلو مرستو کې له ډیره احتیاطه کار اخلی او په ځینو برخو کې دوه ګونی سیاست چلوی.

د تیرې اونۍ د سه شنبه په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسرائیلو لومړی وزیر بن یامین نتنیاهو د سوریې په هکله خبرې کړې دی. مخکې له دې پوتین د سوریې په خاوره د اسرائیلو د بریدونو د دوام په کله ددې رژیم مشرانو ته خبرداری ورکړی وو.

له دې سره چې په دې لیدونو کې د سوریې په هکله د نړیوالې ناستې به تر سره کیدو ډیر ټینګار وشو، خو داسې نښکارې چې دا نړیواله ناسته به په سوریه کې د سولی او ټینګښټ په رامنځ ته کیدو کې د پام وړ رول ولوبولی شی. په ظاهری توګه د ټاکنو د تر سره کیدو وړاندیزونه کیږی، خو د سوریې دولت مخالف هیوادونه د بشار اسد له وسله والو مخالفینو سره د وسلو پر مرستو ټینګار کوی او د وسلو دا ډول مرستې کولای شی ټول منځنی ختیځ له جګړې او نارامیو سره مخ کړی.

 


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by