د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۸ ثور ۱۴۰۳ - 27 April 2024

د رایې ورکونې کارتونو ویش

تېره یکشنبه، چې د غبرګولې له ۵ سره برابره وه د هېواد په کچه د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ پیل شوه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلام پر بنسټ دغه لړۍ به تر راتلونکو لسو میاشتو دوام ولری. د یاد کمېسیون مشر فضل احمد معنوی په کابل کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې یوه دفتر پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې داسې یو سیستم یې جوړ کړی، چې له مخې به یې په ټاکنو کې هېڅ درغلۍ و نه شی او هېڅوک نشی کولای له نامشروع او یاد درغلیو له لارې په ټاکنو کې بریالی شی. اوس مهال په کابل او ولایتونو کې ۴۱ مرکزونه او د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې ۸۲ دفتره پرانیستل شوی او ټاکل شوې ده، چې دغه لړۍ د ولسوالۍ مرکزونو ته هم وغځول شی.

راتلونکی ټاکنې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. له امنیتی مسایلو څخه نیولې بیا د ټاکنو د روڼتیا حقوقی چوکاټ پورې.  هغه څه، چې اوس مهال نظر ته رسېږی او داسې برېښی، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه به اړین وی دا دی، چې لومړی د هېواد له ډېری برخو څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او افغان ځواکونو ته د امنیتی چارو سپارل به د امنیتی تشې رامنځته کېدل شونې کړی. له بل لوری پداسې حال کې، چې د ټاکنو قانون له یو شمېر تعدیلاتو سره د ولسی جرګې له لوری تصویب شو او اوس مهال د تویشح لپاره ولسمشر ته استول شوی دی؛ خو د دغه قانون نه توشیح کېدو او د اجراییه او مقننه قوې ترمنځ د اختلافی موضوعاتو پر سر د جنجال وېره شتون لری.  دغه برخه لدې امله له ننګونو ډکه ده، چې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره له یوه کال څخه کمه موده پاتې ده او د ټاکنو تر سره کېدو وخت ته په پام سره لازمه ده، چې حقوقی چوکاټ یې څومره ژر، چې کېدای شی وروستی شی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد معنوی د امنیتی ننګونو او په نا امنه سیمو کې د درغلیو شونتیا ته په نغوتې سره ویلی،که چېرې و نه توانېږو په نا امنه سیمو کې له درغلیو څخه مخنیوی وکړو کولای شو هغه صندوقونه، چې په ناقانونه توګه ډک شوی دی کابل ته له لېږدولو وروسته باطل اعلان کړو.

بل لور ته سربېره پر دې، چې بهرنیو هېوادونو او اورګانونو ویلی، چې د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوی او له هېڅ یوه نوماند ته څخه به ملاتړ و نه کړی؛ خو بیا هم په راتلونکو ټاکنو کې د بهرنیو لاسوهنو په اړه اندېښنې شته دی. د تېرو ټاکنو تجربه د دې ښکارندویی کوی، چې د بهرنیو په ځانګړی توګه د لوېدیځو هېوادونو ستر او ستراتیژیک پلانونه اجازه نه ورکوی، چې په هېواد کې بې پرې او په پایله کې د یوه څارونکی تر بریده ټاکنې تر سره شی. پداسې یوه حالت کې حتی که چېرې د بهرنیو د لاسوهنې شونتیا کمه هم وی؛ خو نشی کېدای په اړه یې بې تفاوته پاتې شی او په بشپړه توګه سترګرې پرې پټې شی.

هغه څه، چې د ټاکنو ارزښت په اړه ویل کېدای شی دا دی، چې د دغو ټاکنو زمانی شرایط د دې لامل شوی دی، چې راتلونکی ټاکنې د تېرو هغو په پرتله له ځانګړی حساسیت څخه برخمن دی. ۲۰۱۴ هغه کال دی، چې بهرنی ځواکونه د افغانستان له کلیو او بانډو څخه وځی او د امنیتی چارو ډېری برخه افغان ځواکونو ته سپارل کېږی. همدا راز ولسمشریزې ټاکنې به تر سره شی او د واک لېږد به بل چا ته تر سره شی. د دغو اړینو او حساسو بدلونونو ټولګه د دې لامل شوې، څو د افغانستان راتلونکې په اړه منفی شننې او ګومانونه رامنځته شی. پدې لړ کې هغه څه، چې د ۲۰۱۴ کال په اړه اړین او برخلیک ټاکوونکی دی د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو څرنګوالی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by