د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۱۹ ثور ۱۴۰۳ - 8 May 2024

پکتیکا کې ۶۰ تنه وسله وال سره له شپږو قومندانانو سره وژل شوی

پکتیکا: ۶۰ تنه وسله وال سره له شپږو قومندانانو سره وژل شوی

د پکتیکا ولایت امنیتی چارواکی وایی، چې د پکتیکا ولایت د زیړوک د ورژانه په سیمه کې وسله والو مخالفینو د ملی او سیمه ییزو پولیسو پر ګډې امنیتی پوستې برید کړی؛ چې له کبله یې ۶۰ تنه وسله وال وژل شوی دی؛ همدارنګه په یاد برید کې دوه تنه پولیس هم وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوی دی.

د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیز الله کاروان وایی؛ چې له بریدګرو څخه د جګړې په ډګر کې د مړو یوویشت جسدونه پاتې شوی؛ چې د امنیتی کسانو له خوا د پیژند ګلوی او هویت د څرګندتوب لپاره په اورګون کې سردار پوځی اډې ته لیږدول شوی او د وسله والو د نورو جسدونو د موندنې لپاره یې د جګړې په ځای کې پلټنې پیل کړی دی.

ښاغلی کاروان زیاتوی، چې په وژل شویو کسانو کې د وسله والو شپږ مهم سرګروپان هم شامل دی، نوموړی وایی، چې په دې نښته کې یې یو تن وسله وال ژوندی نیول شوی، چې د پاکستان د پنجاب ایالت اوسیدونکی دی، نوموړی له اردو پرته په نورو ژبو خبرې نشی کولای.

هغه خبرپاڼه، چې د پکتیکا ولایت له مطبوعاتی دفتر څخه خپره شوې د یادې نښتې په اړه په کې داسې توضیحات وړاندې شوی دی.

په په دې نښته کې یو سیمه ییز او یو ملی پولیس وژل شوی، دوه سیمه ییز پولیس او دوه ملی پولیس ټپیان شوی دی او ملکی وګړو ته زیان نه دی اوښتی.”

وسله والو طالبانو ویلی؛ چې دوی بیګاه د پکتیکا ولایت د زیړوک په ولسوالۍ کې پر امنیتی پوستو برید کړی او دوه پوستې یې نیولی دی.

دوی همدارنګه د خپلو دوو ملګرو وژنه تاییدوی، خو افغان امنیتی چارواکی د مخالفینو له خوا د پوستو نیول نه منی او دا ادعا په کلکه ردوی.

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت په بیلابیلو سیمو کې هم د وسله والو بریدونه ډیر شوی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by