د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

په عراق کې تېره میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه

وروسته تر هغه چې په ٢٠٠۶ او ٢٠٠٧م کلونو کې د عراق فرقوی شخړې پیل شوې، تېره (مې) میاشت تر ټولو خونړۍ ګڼل شوې، چې په نتیجه کې یې د ناامنیو له کبله تر زرو زیات کسان وژل شوی دی.

  ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ اندېښنه څرګنده کړه، چې عراق ښایی په کورنۍ جګړه کې ښکېل شی.

 په بغداد د ملګرو ملتونو استازی مارتین کوبلر په یوه اعلامیه کې وویل:

 په تېرو دوو میاشتو کې په عراق کې نژدې دوه زره کسان وژل شوی، دا په داسې حال کې ده چې القاعده ډله او سخت دریځی سنیان چې د ګاونډی هېواد سوریې د سنیانو په رهبرۍ پاڅونوال یې هم ملاتړ کوی او د عراق مخالف سنیان هم ورسره یولاس دی، هڅه کوی هغه شخړه تازه کړی چې په ٢٠٠۶ او ٢٠٠٧م کلونو کې یې په زرګونو کسان وژلی وو.

همدا تېره اوونۍ ګڼو بمی چاودنو چې د عراق د مرکز بغداد شیعه او سنی مېشتې سیمې یې وځپلې، لږ تر لږه اویا کسان د دوشنبې او پنځه ویشت نور د پنج شنبې په ورځ ووژل شول.

 دغه تازه مرګ ژوبله په عراق کې د شیعه ګانو په رهبرۍ د حکومت او د اقلیت سنیانو ترمنځ کړکېچ څرګندوی.

 د عراق پوځ په اپرېل میاشت کې په الحویجه ښارګوټی کې د سنیانو پر یوه کمپ حمله وکړه، چې په تاوتریخوالی واوښته او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په نتیجه کې یې هغه میاشت تر ٧٠٠ زیات کسان ووژل شول.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by