په هلمند او پکتیکا ولایتونو کې د دوو قومندانانو په ګډون نولس وسله وال طالبان وژل شوی دی
چارواکی وایی، چې د هلمند او پکتیکا ولایتونو په امنیتی پېښو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٩ وسله وال وژل شوی دی.
د پکتیکا د والی ویاند مخلص افغان وویل، چې په وازېخوا ولسوالۍ کې دوه ماین خِښوونکی د خپل ماین چاودنې وژلی دی.
د ده په وینا، وسله والو غوښتل د شپې ناوخته د مرجانی په سیمه کې د لارې پر سر د امنیتی کسانو لپاره ماین خښ کړی، چې پرې چاودېدلى دى.
مخلص افغان وایی، چې د دغه ولایت په بله ولسوالۍ سروبی کې پرون ماښام د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته په برید کې یوولس برید کوونکی وژل شوی دی.
نوموړى وایی، په وژل شوو کې د برید کوونکو قوماندان هم شامل دى او زیاتوی ،چې په دې جګړه کې نه سیمه ییزو پولیسو او نه هم د سیمې خلکو ته کوم زیان اوښتى دى.
د والی ویاند زیاتوی، چې د برمل په سرحدی ولسوالۍکې هم تېره شپه وسله والو د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې درې وسله وال په کې ووژل شول.
هغه وایی، چې وژل شوی درې واړه پاکستانی طالبان دی، چې دوه د وزیرستان او یو د پنجاب اوسېدونکى دى.
د یو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له امنیتی ځواکونو سره په نښته کې دوه وسله وال وژل شوی او درې نور ژوندی نیول شوی دی.
د ګرشک ولسوال محمدفهیم موسى زى وایی، جګړه تېر ماښام د سپین جومات په سیمه کې رامنځ ته شوه، چې امنیتی ځواکونو ته پنځه میله وسله هم لاس ته ورغلې ده.
دغه راز د هلمند د والی ویاند عمر ځواک وایی، چې د موسى کلا په دیزور سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو یو مشهور قوماندان شیرمحمد اغا وژل شوى، دوه میله وسله او دوه مخابرې د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلې دی.
تر دې مهاله د پکتیکا او هلمند د پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دی ویلی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.