د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

د ناامنیو په هکله د ولسی جرګې اندیښنه

ولسی جرگې په هیواد کې د ورځی په تیریدو سره د ناامنیو په هکله اندیښنه څرگنده کړې ویلی یې دی، چې امنیتی ځواکونه باید د امینت د تینگښت او د ترهگرو د پلانونو په شندولو کی کوټلی گامونه پورته کړی.

له دې سره دې جرگې د سر شمیرنی قانون دوې مادې ځندولې دی. د جرگی په ننی غونډه کې د عدلیی وزیر او په پارلمانی چارو کی د دولت وزیر د ولسمشر د معاش قانون هم ولسی جرگې ته وړاندې کړ.

د ژمې په تیریدو او د هوا په تودیدو سره له دوو میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د پلازمینې په ګډون یې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ترهګریز پلانونه پلی کړی او پلی کوی یې.

ولسی جرګې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ناامنیو په ډیرښت اندیښنه ښودلې ویلې یې دی، چې باید امینتی اداری د ترهګرو د پلانونو د شندولو او د وسهل والو طالبانو د بریدونو مخنیوی په برخو کې کوټلې ګامونه پورته کړی.

د ولسی جرګې په ننی ناستې ته، د سر شمیرنې د قانون مخکین لیک وړاندې او تر څیړنې لاندې ونیول شو. د خلکو استازو ددې قانون دوه مادې وځندولې خو د نیمګړی نصاب له امله تصویب نشو.

له دې سره د عدلیې وزیر او په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر د ولسمشر د تنخواه قانون ولسی جرګې ته وړاندې کړل.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by