د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنگ نن د کابل امنییې قومندانۍ د کړنو ارزونې په غونډه کې دوه زره څوارلسم کال د سولې او آرامښت کال وښود وویل: د امنیتی لیږد په څلورم او پنځم پړاو کې باید د هیواد امینتی ځواکونو وړتیا او ظرفیت لوړ کړل شی.
د کابل امنیې قومندان ایوب سالنگی، ددې ادارې کړنې بریالۍ وښودې وویل: د کابل پولیسو په تیر یوه کال کې په امنتی، له ترهگرو او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
د کابل امنیې قومندانۍ دفعالیت ارزولو غونډه نن د کورنیو چارو وزیر په ګډون تر سره شوه. په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ په هیواد کې امنیت یوه حیاتی مسئله وبلله او له بهرنیو خواکونو افغان ځواکونوته د امنیتی چارو د لیږد لړۍ بریالی وښوده وویل: باید د لیږد تیرو پړاونو څخه د تجربې په اخستلو سره په څلورم او پنڅم پړاونو کې باید ټولې ستونزې هوارې کړو.
کابل امنیې قومندان ایوب سالنګی هم ددې وزارت د یوکلن فعالیت په هکله د ریپوټ په وړاندې کولو سره خپل فعالیت د منلو وړ وښود وویل: د کابل امنیې قومندانۍ په تیر یوه کال کې د پآم وړ لاسته راوړنې درلودلې او په تیرو دریو پړواونو کې ېې ډیر مخدره توکی تر لاسه، په جنایی او امنیتی برخو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دی.
ښآغلی سالنګی له خلکو سره ګټورو اړیکو د جرایمو د کشف او د اړینو توکو نشتون ددې امینتی بنسټ له لویو ستوزنو څخه یاد کړل وویل: ددې لپاره چې دا قومندانی وکولای شی مسلکی او سنبال پولیس ولری، پرمختللې وسلې او تکنالوژی ته اړیتا لری.
د امنیې قومندان په وینا: ددې ادارې نورې د پام وړ ستونزې د زور واکانو لخوا د ځمکو عضب او په ګمارنه کې ددوی لخوا مداخله ده او دا ددې لامل ګرځی څو پولیس، څرنګه چې ښآیې هسې خپله دنده تر سره نشی کولای.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.