نن سهار نهه بجې د پکتیکا ولایت د جانی خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو په رینجر موټر پسې د سړک د غاړی بمی چاودنه شوې، چې له کبله یې پنځه تنه پولیس وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.
د پکتیکا ولایت چارواکی وایی، یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمېر سیمه ییزو پولیسو غوښتل، د پوځی زده کړو لپاره په جانی خیلو کې د سیمه ییزو پولیسو روزنیز مرکز ته ورشی، چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پسې بمی چاودنه وشوه.
د پکتیکا د والی ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې په دې پیښه کې دوه ملی او درې سیمه ییز پولیس وژل شوی او ۷ تنه نور سیمه ییز پولیس ټپیان شوی دی:
“نن سهار نږدې نهه بجې د جانخیلو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو یو رینجر موټر د لویې لارې پرسر په ښخ شوی ماین وخوت، چې د ماین چاودنې له امله زموږ دوه تنه ملی پولیس او درې تنه سیمه ییز پولیس ووژل شول او ۷ تنه نور سیمه ییز پولیس ټپیان شول، چې د درملنې په موخه روغتونونو ته لیږدول شوی دی، په سیمه کې پولیسو خپلې پلټنې او تحقیقات پیل کړی، خو تر دې مهاله د پیښې په تړاو څوک ندی نیول شوی.”
د یادې پیښې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی، ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوی پیغام کې لیکلی؛چې په یاد پیښه کې یې د پولیسو د یو قوماندان په ګډون شپږ تنه وژلی او ۷ نور یې ټپیان کړی دی.
د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د پکتیکا په نسبتاً پراخ سرحدی ولایت کې بمی چاودنې او نورې امنیتی پیښې ډیرې شوی دی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.