د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱۱ ثور ۱۴۰۳ - 30 April 2024

نړیوال له طالبانو د پآکستان له ملاتړه سترګې پټوی

نړېوال له دې سترګې پټوی چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوی

د افغانستان جمهوری ریاست وایی چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په ملاتړ د وسله والو طالبانو د تروریستی حملو د دوام په وړاندې د امریکا پټه خوله پاتې کیدل د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتی تړون امکان کمزوری کوی.

ایمل فیضی پرون (جمعه) له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه وویل؛ چې نړیوال، په ځانګړی ډول امریکا پر دې سترګې پټوی چې د پاکستان استخبارات او پوځی کړۍ د وسله والو طالبانو ملاتړ کوی.

د فیضی په وینا، که چیرې د طالبانو پراخې تروریستی حملې ادامه پیدا کړی؛ د کابل د حکومت لپاره به ناممکنه وی چې؛ له امریکا سره امنیتی تړون وکړی.

ایمل فیضی وویل، په هغه صورت کې امریکا ته ښایی چې د را روانو ټاکنو په پایله کې د نوی حکومت تر جوړېدو صبر ورکړی او له نوی حکومت سره د دې تړون د لاسلیکولو په اړه خبرې وکړی.

“د پاکستان استخباراتی سازمان او پوځیان هره ورځ د خپلو اجیرانو، طالبانو له لارې زموږ په خاوره کې تروریستی حملې کوی؛ په داسې حال کې چې، نړیوالې ټولنې چې په سر کې یې د امریکا متحد ایالات دی، د پاکستان د دې څرګندو لاس وهنو په وړاندې خاموشی غوره کړې ده.”

ایمل فیضی ازادی راډیو ته وویل چې؛ امریکایی او نورو غربی چارواکو له افغان حکومت سره په خبرو کې په وار وار تایید کړی؛ چې د افغانستان په خاوره کې حملې په پاکستان کې میشتې ډلې کوی.

خو پر دې مساله د مریکا او نورو غربی هېوادونو خاموشی د امنیتی تړون له لاسلیکولو د ولسی افغانانو او د حکومت ملاتړ ورځ په ورځ کموی.

جمهور رییس حامد کرزی د امریکا متحدو ایالاتو ته په خپل وروستی سفر کې له امریکایی چارواکو سره د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتی تړون پر جزیاتو خبرې وکړې.

ښاغلی کرزی هغه مهال ویلی وو؛ چې په دې تړون کې به د افغانستان ملی ګټې په پام کې نیول کیږی.

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتی تړون د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د هغه سند مهمه برخه ده چې؛ ولسمشرانو حامد کرزی او بارک اوباما تر کال لاسلیک کړی دی.

دا امنیتی تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په امنیتی او دفاعی برخو کې د دواړو لوریو تعهدات په ډاګه کوی او په افغانستان کې د امریکا د پوځی اډو مساله هم په کې شاملیږی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by