ولسی جرګې د امنیتی ارګانونو مسوولین عمومی غونډې ته ور وغوښتل
ولسی جرګې نن د امنیتی ارګانونو مسوولین د یادې جرګې عمومی غونډې ته ور وغوښتل څو په کابل ښار او ځینو ولایتونوکې د وروستیوحملو په اړه توضیحات ورکړی.
دې غونډې ته چې د تړلو دروازو ترشاه جوړه شوه، د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدی او د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان بلل شوی وو.
له دې وړاندی هم د ولسی جرګې غړو په هېواد کې د نا امنیو پر زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې وه.
په تیرې شاوخوا یوې میاشتی کې یوازی پلازمینه کابل د څلورو انتحاری او ډله ایزو حملو شاهد وو، چې پکې لسګونه ملکیان مړه او ټپیان شول او خلکو ته یې سختې امنیتی اندیښنې ور پیدا کړیدی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.