د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۱۷ ثور ۱۴۰۳ - 6 May 2024

په پکتیا کې ۹۰ فیصده بهرنی وسله وال جنګیږی

په پکتیا کې ۹۰ فیصده بهرنی وسله وال جنګیږی

د پکتیا ولایتی چارواکی خبر ورکوی چې؛ د دې ولایت په لرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې د افغان دولت ضدوسله والو ترڅنګ په زیاته کچه بهرنی وسله وال  فعالیت کوی.

چارواکی وایی، په پکتیا کې د بهرنیو وسله والو شمېر زیات شوی دی، خو دا نه وایی، چې په کومو سیمو کې او شمېر یې څومره ته رسیږی، خو د دې ولایت  ولایتی شورا د افغان دولت ضد بهرنیو وسله والو شمېر په سلو کې  ۹۰ فیصده یادوی.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمی اوریاخېل وایی؛ په دې ولایت کې د افغان وسله والو شمېر کم او د مجبوریت له مخې ورسره په لیکو کې برخه اخلی؛ خو د  دغو وسله والو په لیکو کې اکثره بهرنی وسله وال جنګیالی دی :

د پکتیا ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکی وایی چې؛ په کلیو او بانډو کې یې بهرنی وسله وال لیدلی او په ډېرو ځایونو کې یې خلک له چلند څخه په تنګ شوی هم دی، د زرمت یو اوسېدونکی چې ازادۍ راډیو سره یې په ټلیفون خبرې کولې؛ وویل :

”د زرمت په اکثرو سیمو کې بهرنی طالبان شته، عرب، چیچنایان او پاکستانی طالبان لیدل کیږی، اکثره یې د زرمت په دولتزو، مموزو او سهاکو سیمو کې لیدل کیږی او ښکاره ګرځی.“

د بهرنیو وسله والو د زیاتوالی خبره د پکتیا ولایتی شورا هم تایدوی وایی؛ دوی د سیمو د خلکو له خولې کره مالومات ترلاسه کړی دی؛ چې د دې ولایت په لرو پرتو کلیو او بانډو کې بهرنی وسله وال فعالیت کوی.

د پکتیا ولایتی شورا رییس ښایسته جان احدی وایی؛ د دې وسله والو شمېر له پخوا څخه ډېر زیات شوی؛ دی وایی، په سلو کې ۹۰ فیصده یې بهرنی وسله وال جنګیالی دی چې په دې ولایت کې د دولت ضد فعالیت کوی او د ده په خبره چې، د دوی له چلند څخه د سیمې خلک هم په تنګ شوی دی:

”اوس د طالبانو په صفوفو کې لس فیصده داخلی طالبان دی او ۹۰ فیصده یې خارجی طالبان او مخالفین دی چې، خلک د دوی له چلند نه په تنګ راغلی دی، له خلکو په زوره ډوډۍ غواړی، د دوی موټر په زوره بیایی چې دوی له یو ځای څخه بل ځای ته انتقال کړی، چې خلک د دوی له دې عمل څخه په تنګ راغلی او موږ ته یې زنګونه وهلی دی، چې له دولت سره اړیکه ونیسو چې په دې برخه کې تصمیم ونیسی.”

کتونکی او د چارو کارپوهان د بهرنیو وسله والو د زیاتوالی لامل په سیمه کې د افغان طالبانو کموالی په ګوته کوی او وایی، د هغو وسله والو شمېر چې په دې ولایت کې به یې پخوا په جګړو کې برخه اخیسته کم شوی دی.

خبریال او کتونکی اسدالله دلاور وایی، چې د بهرنیو وسله والو شمېر ځکه زیات شوی دی چې؛ د سیمې وسله وال طالبان یا له هیواده بهر مزدوریو پسې ووتل او یا یې هم په هیواد کې د ننه کاروبار پیل کړی او له جګړې لاس په سر شوی دی:

دا خبرې په داسې حال کې کیږی چې، د دې ولایت په جانخېلو، وزې ځدراڼ، ښواک، ګرده څېړۍ، زرمت او پټان ولسوالیو کې امنیتی وضعیت د سیمې د خلکو په خبره ورځ تر بلې د بهرنیواو افغان وسله والو د ګډو بریدونو او سړک غاړې بمی چاودنو له وجې خرابیږی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by