د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

ملګرو ملتونو ویلی: د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۲۴ سلنه ډیروالی راغلی

ملګرو  ملتونو ویلی: د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۲۴ سلنه ډیروالی راغلی

د ملګرو ملتونو یوه نوې څیړنه ښیی؛ چې د روان میلادی کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې له امله نږدې دوه نیم زره ملکیان وژل شوی او ټپیان شوی دی.

د دې څیړنې له مخې د تیر میلادی کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې څلورویشت فیصده زیاتوالی راغلی.

د ملګرو ملتونو په دې نوې څیړنه کې بیا هم د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلی لامل بلل شوی.

په دې څیړنه کې راغلی، چې د روان میلادی کال په پنځو میاشتو کې ملکیانو ته  څلور اویا فیصده مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو له خوا اوښتې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش د سې شنبې په ورځ د دې څیړنې د خپریدو پرمهال وویل، د ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې دوه نیم زره ملکیان وژل شوی او ټپیان شوی، چې یوویشت فیصده یې ماشومان دی:

د ۲۰۱۲ میلادی کال همدې مودې ته کتو د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی.

یوه موضوع چې ډیره د اندیښنې وړ ده هغه دا ده چې، د دې مرګ ژوبلې یوویشت فیصده وژل شوی او ټپیان ماشومان دی، چې دا د منلو وړ نه دی.”

ښاغلی کوبیش وویل، چې د مخامخ انتحاری حملو له کبله بیا د ملکیانو په وژنه کې سږکال ۲۴ فیصده کموالی راغلی.

د ملګرو ملتونو په دې نوې څیړنه کې ملکیانو ته د اوښتې نهه فیصده مرګ ژوبلې مسولیت پر افغان ځواکونو اچول شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په مرستندویه ادارو باندې د وسله والو مخالفینو حملې هم د اندیښنې وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې اصلی قربانیان یې بې وزله کسان دی، ځکه چې کیدای شی مرستې ورته کمې شی.

یان کوبیش ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د ډیریدو عوامل داسې په ګوته کړل:

دا ډیر حساس کال دی، ډیر ژر به افغان ځواکونه د ټول هېواد امنیتی مسولیت او رهبری په غاړه واخلی.

نو مخالفین هڅه کوی ترڅو دا ثابته کړی، چې افغان ځواکونه په هغه موقعیت کې نه دی چې  دا کار وکړی.”

یان کوبیش وویل، د ملکیانو وژنه یو جنایت دی او باید چې عاملین یې محاکمه شی.

د ملګرو ملتونو دې چارواکی وویل؛ چې د روانې میلادی میاشتې په شلمه نیټه به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه بحث وشی.

د ده په خبره په دې غونډه کې به د افغانستان په امنیتی شرایطو خبرې وشی، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتوالی او د امنیتی مسولیتونو د انتقال موضوع به هم په کې شامله وی.

تر اوسه وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو د دې نوې څیړنې په اړه څه نه دی ویلی، خو له دې وړاندې یې داسې راپورونه یو اړخیز بللی او رد کړی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by