د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۲ جوزا ۱۴۰۳ - 22 May 2024

د لوګر په نا امنو سیمو کې بهرنی وسله وال ډېر شوی

د لوګر په نا امنو سیمو کې بهرنی وسله وال ډېر شوی

د لوګر چارواکی او خلک وایی، چې د دغه ولایت څلورو نا امنو ولسوالیو ته سلګونه بهرنی وسله وال راغلی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال رییس خان صادق وایی، چې دغه وسله وال ازرې، بره کی برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې دی.

نوموړی د غبرګولی په ٨مه پژواک خبری اژانس ته وویل، چې په دغو بهرنیو وسله والو کې عرب، پاکستانی، چیچین او اوزبک شامل دی، چې شمېره یې ۶٠٠ تنو ته رسېږی.

صادق زیاتوی، چې دوى کومه وېره او ندېښنه نه لری، افغان امنیتی ځواکونه پیاوړی شوی او دغه راز سیمه ییز پولیس د دې وړتیا لری، چې د وسله والو مخه ونیسی.

د بره کی برک ولسوال انجنیر محمدرحیم امین وایی، چې دې ولسوالۍ ته شاوخوا ١۵٠ تنه بهرنی وسله وال راغلی دی.

نوموړی پژواک اژانس ته وویل، چې وسله وال بل هدف نه لری یواځې غواړی په خلکو کې وېره خپره کړی او د هېواد د ودې او پرمختیا مخه ونیسی.

دغه راز د څرخ ولسوال عبدالجلیل کمال هم وایی، چې په سیمه کې د بهرنیو وسله والو پاکستانیانو او عربو فعالیت زیات شوى او د سیمې نا امنۍ ته ځان چمتو کوی.

د لوګر ازره هغه ولسوالۍ ده، چې له پاکستان سره ګډه پوله لری او له دې لارې د ډیورنډ یوې بلې غاړې ته اوړی را اوړی.

د بره کی برک اوسېدونکى حمیدالله وایی، په دې ولسوالۍ کې یې داسې بهرنی کسان لیدلی، چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوی.

نوموړى وایی، چې هغوى پر وسلو سمبال دی او د ولسوالۍ په کلیو کې ازاد تګ راتګ کوی.

لوګر د کابل سوېلی دروازه ده، شاوخوا یوه میاشت مخکې په ازره کې د تخنیکی ستونزو له امله د ناستې چورلکې ١١ تنه عمله وسله والو وتښتوله او چارواکو ادعا کوله، چې تښتول شوی کسان پاکستان ته اړول شوی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by